باميان (پژواک، ٢٦ ميزان ٩٤): باميانو کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
دا پېښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه چې يو فورنر موټر له کابله د باميان پنجاب ولسوالۍ پر لور روان و چې د باميان د مرکز په شيبرتوى سيمه کې له سړک ووت.
د باميانو د لومړۍ امنيتي حوزې امر حميدالله ايلخاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې پېښه کې يو نارينه او يوه ښځه مړه شوي، يو نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې د ژوبلو کسانو وضعيت نازک دى او هغوى د باميانو مرکز روغتون ته د لېږدولو په حال کې دي.
ايلخاني زياته کړه چې دا پنځه کسان د يوې کورنۍ غړي دي او تر اوسه د پېښې لامل معلوم نه دى.
باميان د مرکزي ولايتونو په کتار کې يو غرنيز ولايت دى او د سيمه ييزو مسوولينو په وينا، د خامه سړکونو شتون د دې لامل شوى چې زړه بوږنوونکې او خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځ ته شي.
تېر کال د باميانو ورث ولسوالۍ کې يو فلاينکوچ موټر له سړکه ووت چې په ترڅ کې يې دوه کسان ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شول.
همداراز د يکاولنګ– باميانو لويې لارې په اوږدو کې يو ٣٠٣ ډوله موټر چپه شو چې د باميانو پوهنتون د دوو محصلينو ژوند يې واخيست او ١٢ نور ټپيان شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










