منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جاپان له باميانو ولايت سره د يونيم ميليون ډالرو په ارزښت مرسته وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

باميان (پژواک، ٢٦ تله ٩٤): جاپان د هېواد له باميانو ولايت سره په داسې حال کې د يونيم ميليون ډالرو په ارزښت د واورو پاکوونکو موټرونو مرسته کړې چې د ژمي په موسم کې د دغه ولايت ډېرى لارې د د واورې ورېدو له امله تړلې پاتې کېږي.

په دغو موټرو کې ٨ اسکواټور، ګريډر، لوډر او ډمټرک (له هر يوه دوه-دوه) شامل دي چې نن د دغه ولايت ټولګټو رياست ته وسپارل شول.

د باميانو د عامه ګټو مشر انجنير محمد انوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغو وسايلو څخه به د سړکونو پاکولو لپاره ګټه پورته شي او کلنۍ لګښتيزه بوديجه به راکمه کړي.

هغه زياته کړه، پخوا هغه سړکونه چې د خصوصي شرکتونو له لوري پاکېدل، شاوخوا ٢٠ ميليون افغانۍ لګښت به پرې راته او له دې وروسته به عامه ګټو رياست له دغو وسايلو څخه په ګټې خپل لګښتونه تر نيمايي کچې راټيټ کړي.

انوري زياته کړه چې په دغه ولايت کې د ژمي پر مهال له ٣٠٠ کيلومتره څخه زيات سړکونه واورې پاکولو ته اړتيا لري چې سږ کال به يې تر نيمايي پورې د عامه ګټو رياست له لوري پاک شي.

د ياد ولايت د ټولګټو رييس وويل چې له دغو وسايلو څخه به د کوتلونو او د ولسواليو لارو په پاکولو کې ګټه پورته شي چې له يادې ډلې يې يو شمېر سيمې له ليندۍ مياشتې څخه د وري مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې د سختو واورو ورېدو شاهدې او تړلې پاتې وي.

سرچينې زياته کړه چې سږ کال ژمى به د باميانو د نښلوونکو لارو د واورې پاکونې پروسه چټکه وي.

د ويلو ده چې تېر ژمي د دغه ولايت په داخلو کوتلونو او ډايکنډي ته په غځېدلو لارو کې لسګونه کورنۍ د سختو واورو ورېدو له امله بندې وې، چې بيا د امنيتي ځواکونو او تخنيکي ټيمونو له څو ورځو هلو ځلو وروسته وژغورل شول.

د باميانو يوه اوسېدونکي عزيزالله پژواک ته وويل چې دغه وسايل د باميانو په څېر په يوه سړه سيمه کې د ژمي د موسم پر مهال د لارو د پاکولو لپاره ډېر اعېزناک دي.

هغه زياته کړه، چې که چېرې له دغو امکاناتو غوره ګټه پورته شي نو د لرې پرتو سيمو اوسېدونکو او ناروغانو ته به ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

د باميانو والي محمدطاهر زُهير وويل چې جاپان هېواد له دغه ولايت سره د يادو وسايلو د يو مليون او ٤٠٠ زره ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

هغه څرګنده کړه چې جاپان هېواد له دې وړاندې هم د مليونونو ډالرو په ارزښت په ډېرو پروژو کې لکه د هوايي ډګر رغول، د باميانو په مرکز فولادي دره کې د ١٥ کيلومټره سرک جوړول او د ٢٧ ښوونځيو په رغولو کې مرسته کړې، چې مننه ترې کوو.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې