منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حامدکرزى: امريکا د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې ګټلو ته لېواله نه ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٤): د افغانستان پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي چې امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې جګړې  ګټلو ته لېوالتيا نه لري.

کرزي دغه څرګندونې د (ار ټي) په نوم د روسيې له يوه نړيوال تلويزيوني شبکې سره د ځانګړې مرکې پر مهال کړې چې د دغه تلويزيون په وېبپاڼه کې د تلې په ٢٧مه خپره شوې ده.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د نړۍ ستر قوتونه په افغانستان کې وو خو بيا هم سخت دريـځي او بنسټپالنه د پرمختګ په حال کې ده، وويل: ((له بده مرغه اوس هم په افغانستان او سيمه کې سخت دريځي زياته ده، لکه څومره چې پخوا وه؛ ځکه خو زه بار بار وايم چې د ترهګرۍ پر وړاندې پر روانې مبارزې او جګړې دې له سره کتنه وشي.))

هغه زياته کړې، دا جګړه بايد و ارزول شي چې ايا د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه ناکامه وه او که نه تر دې ها خوا نورې لويې خبرې هم شته چې تر اوسه پرې څوک نه پوهېږي، يا نه دي خبر.

کرزي ويلي چې اوس هم وخت شته چې پر دې مبارزې له سره غور وشي او د سيمې د هېوادونو (روسيې، چين ، هندوستان) او نورو سره په ګډه دې پوښتنې ته ځواب ولټول شي.

دى وايي: ((اوس د دې وخت را رسېدلى چې امريکا او د ناټو متحدين يې د ترهګرۍ پر ضد د روانې مبارزې په اړه د سيمې له لويو هېوادونو  او قوتونو سره له سره مشورې وکړي او دا تشريح کړي.))

پخواني ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د نړۍ د سترو قوتونو، هېوادونو او سترو پوځيانو په شتون کې بيا هم ترهګرۍ ته ماتې ورنه کړل شوه، وويل: ((موږ لومړى بايد ومنل شي چې دا يوه ناکامي جګړه وه، که چېرې په دې جګړه کې دوى ناکام شوي نه دي، نو امريکا او متحدين يې بايد موږ او نړۍ ته واضح کړي چې دا جګړه ولې دومره اوږده شوه، نه ترهګري ختمه شوه او نه هم سخت دريځي.))

ده ويلي، امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې جګړې  ګټلو  لېوالتيا نه لري.

د هغه په وينا، د نورې نړۍ تر څنګ په افغانستان کې هم خلک په دې اړه پوښتنې لري چې سخت دريـځي او بنسټپالنه ولې زياته شوه؟ هېڅ شک نشته چې له دې څخه د خلکو ځورېدل هم زيات شوي دي.

کرزي ويلي: ((له سخت دريـځۍ او بنسټ پالنې څخه تر ټولو زيات افغانان او د منځني ختيځ خلک زيانمن شوي، موږ په دې برخه کې ځواب او سپيناوى غواړو.))

د کندوز ښار د سقوط په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې پخواني ولسمشر ويلي چې دا د کندوز د خلکو لپاره ډېره لويه بدمرغي وه چې طالبان ښار ته ننوتل.

د هغه په وينا، د کندوز سقوط د بې پولې ډاکترانو پر روغتون بمبار او په دغه ولايت کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله، بېرته لومړۍ خبرې ته راجع کېږي چې اوس په دې سيمه کې سخت دريځي او بنسټ پالنه د پرمختګ او ودې په حال کې ده.

کرزى وايي: ((زموږ پوښتنه دا ده چې د دې هر څه مسووليت د چا پر غاړه دى، دا ټولو ته معلومه ده چې د دومره زياتو قوتونو په شتون کې وسله وال څه ډول کولى شي د بهرنۍ مرستې پرته پر يوه ښار بريد وکړي او ويې نيسي.

د هغه په وينا، که چېرې د کندوز پېښې تر شا بهرنۍ لاسونه وي او يا د هغو وسله والو وي چې له پاکستان څخه راځي، نو د افغانستان متحدين، امريکا او ناټو چې دلته پوځي اډې لري او له افغانستان سره يې امنيتي تړون لاسليک کړى او ژمنه يې کړې چې د بهرني يرغل پر مهال به له افغانستان سره مرسته کوي، بايد سپيناوى وکړي.

دى زياتوي: ((د امريکا تر څنګ افغان چارواکي هم بايد په دې اړه سپيناوى وکړي، موږ اړ يو چې خپل ولس ته د پېښو اصلي حقايق ورسوو.))

د افغان ملي دفاعي امنيتي ځواکونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې هغوى بې له شکه اتلان دي او ډېره ښه جګړه او له خپل هېواد څخه دفاع کوي.

خو هغه زياته کړې: ((افغان ځواکونه په بشپړه توګه نه دي مجهز شوي، دوى د اړتيا وړ وسلې او مهمات نه لري او نه هم داسې ښه روزنه ورکړل شوې چې له خپل هېواده په ښه توګه دفاع وکړاى شي.))

حامدکرزى وايي، د پياوړي ځواک په لرلو سره سره چې بهرنۍ مداخلې او يرغلونه ادامه ولري او دا لاسوهنې بې پوښتنې پاتې شي، نو د اوسنيو په څېر له حالاتو سره مخ کېداى شي.

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست