کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٤): د ولسي جرګې غړى او "د وحدت ملت افغانستان" په نوم ګوند مشر قربان علي عرفاني د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي عارف رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې عرفاني نن سهار د ايران په قم ښار کې په خپل کور کې د ٧١ کلونو په عمر مړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو ياد استازى څو ځلې د سرطان ناروغۍ د درملنې په موخه المان او ايران هېوادونو ته سفر کړى و.
سرچينې زياته کړه، عرفاني په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازۍ تر څنګ د افغانستان د شعيه عالمانو شورا مرستيال هم و او تر دې وړاندې يې د وحدت اسلامي ګوند د مرستيال او د وحدت ملي افغانستان ګوند د مشر په توګه دندې اجرا کړې دي.
قربانعلي عرفاني د ابراهيم زوى په ١٣٢٣ لمريز کال د باميان ولايت په يکاولنګ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.
نوموړې خپلې ديني زده کړې په ١٣٥٨ لمريز کال د نجف په تعليمي مدرسه کې پاى ته رسولې او بيا يې د ايران د قم په اسلامي مدرسه کې دوام ورکړى، د ليسانس سند يې په اسلامپوهنه کې په ١٣٧٠ لمريز کال د نجف له ښوونيزې مدرسې څخه ترلاسه کړى دى.
عرفاني د جهاد له وخته د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند مرستيال و، خو له جهاد وروسته يې په قومونو چارو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکار، د باقر العلوم جامع مسجد د بنسټګر او د مشرانو جرګې په ١٥مه دوره کې د انتصابي سناتور په توګه دندې اجرا کړې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










