کابل (پژواک ٤ لړم ٩٤): بدخشان کې د زلزلې له امله له ٢٥٠ څخه زيات کورونه ويجاړ شوي او دغه راز په کندوز ولايت کې د تپې ښوييدو له امله د کندوز-تخار او بدخشان لويه لار د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.
دغه سخته زلزله، نن ماسپښين ١ بجه او ٣٩ دقيقې د بدخشان د جرم ولسوالۍ سويل لوېديځ لوري ته په ٤٥ کيلومټرۍ کې، چې د کابل شمال ختيځ لوري ته په ٢٥٦ کيلومټره واټن کې پروت دى، رامنځته شوه.
د يادې طبيعي پېښې اندازه، ٧/٧ ريکټر او د ځمکې د ژوروالي په ٥/٢١٣ کيلومټرۍ کې رامنځته شوې ده.
د بدخشان چارواکي وايي، چې د زلزلې له امله په دغه ولايت کې له ٢٥٠ ډېر کورونه نړېدلي دي.
د بدخشان له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان نن مازديګر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د زلزلې په ترڅ کې ډېرى مرګ ژوبله په جرم، راغستان، کشم، تيشکان، درايم او ارګو ولسواليو کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، ډېرى کورونه د کشم ولسوالۍ په ګندم قول سيمه او دغه راز شا وخوا سل کورنۍ په يمګان ولسوالۍ کې نړېدلې دي.
دهقان زياته کړه، چې په ارګو ولسوالۍ کې يو ماشوم د کور د نړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې د يادې ادارې ټيم په څېړنې بوخت دى او امکان لري چې دغه طبيعي پېښه ډېره مرګ ژوبله ولري.
دغه راز په کندوز ښار او خان اباد ولسوالۍ کې هم دوه کورونه ويجاړ شوي دي.
د کندوز له طبيعي پېښو سره د چمتووالي ادارې مشر ميراغا پژواک ته وويل، چې تر اوسه پورې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.
د کندوز د زاخېلو اوسېدونکي حبيب الله وويل: " زلزلې، زما دوه منزله کور چې پخوانى و، خراب کړى، خو د خداى فضل و، زموږ ټوله کورنۍ وتلې وه."
د هغه په وينا، زلزلې د يو شمېر ګاونډيو د کورونو دېوالونه هم نړولي دي.
د کندوز د طبيعي پېښې سره د چمتووالي ادارې مشر وويل، چې د زلزلې له امله د خان اباد ولسوالۍ په توپ غره سيمه کې ځمکه ښوييدنه هم رامنځته شوې، چې له امله يې د کندوز-تخار او بدخشان لويې لاره تړل شوې او موټرې د يادې لارې دواړو خواو ته بندې پاتې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې يوه مازدا موټر د دغې تپې له خاورو هم لاندې شوې، خو پکې سپاره کسان ژغورل شوي دي.
اعتبار وويل، چې په سيمه کې اوسمهال دوه لوډر موټر په کار بوخت دي، څو ياده لار د ټرافيکو پر مخ پرانيزي.
چارواکي وايي، چې د کندوز ښار د انټرنټ او برېښنا سيسټم هم د زلزلې د ټکانونو له امله پرې شوى دى.
دغه راز د زلزلې د ټکانونو له امله د جوزجان ولايت مرکز شبرغان په شينکوټ کلي کې د برېښنا د شارټۍ له امله يو کور سوځېدلى دى.
د جوزجان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، چې اطفايي موټرونو اور وژلى او په ياده پېښه کې چاته زيان نه دى اوښتى او د کور د څښتن په وينا، هغه ته پکې درې سوه زره افغانۍ زيان اوښتى دى.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










