منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مسعود: حکومت دې د خپلې ژمنې له مخې لويه جرګه را وبولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): پخوانى سلاکار وزير شهزاده مسعود وايي چې د ملي يووالي حکومت دې د خپلې هوکړې له مخې ژر تر ژره د لويې جرګې د جوړېدو لپاره هلې ځلې پيل کړي.

د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت د جوړولو په هوکړه ليک کې راغلي چې دوى به د خپل حکومت په دوو کلونو کې لويه جرګه را وغواړي، څو د اساسي قانون په تعديل سره  د صدراعظمۍ څوکۍ رامنځته کړي.

خو شهزاده مسعود وايي چې هېڅ ډول نښې نښانې نه ليدل کېږي چې د ملي يووالي حکومت دې لويه جرګه راوغواړي او نه هم تر اوسه د حکومت له خوا په دې اړه کومه اشاره شوې ده.

نوموړي د لړم په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، تر څو پورې چې په هېواد کې يو قوي او پياوړى حکومت او ملي زعامت رامنځته نه شي، نو سوله ناممکنه ده.

د هغه په  وينا، پياوړى حکومت او ملي مشرتابه د لويې جرګې له لارې رامنځته کېداى شي.

شهزاده مسعود د ملي يووالي له حکومته وغوښتل چې له سياسي او جهادي ګوندونو سره په يوه تفاهم د لويې جرګې د رابللو لپاره کارونه پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((اوسنيو حالاتو او روان بحران ته په کتلو او د ملي وحدت د دواړو مشرانو هوکړه ليک ته په کتلو سره د شته بحران د هواري لپاره د عنعنوي لويې جرګې راغوښتل د وخت اساسي غوښتنه ده.))

د نوموړي په وينا، د اساسي قانون له مخې لويه جرګه نه شي جوړېداى؛ ځکه چې د پارلمان موده پاى ته رسېدلې او د ولسواليو شوراګانې هم نشته؛ ځکه نو عنعنوي يا اضطراري لويه جرګه بايد را وغوښتل شي.

شهزاده مسعود وايي چې د لويې جرګې د راغوښتلو لپاره بايد داسې يو کمېسيون ته دنده وسپارل شي چې پخوا يې هم د لويې جرګې په جوړولو کې ونډه اخيستي وي او هېوادوالو ته د منلو وړ وي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ د قومونو او قبايلو چارو کې دغه سلاکار وزير وايي چې د لويې جرګې په جوړېدو او پايلو سره به د افغانستان اړيکې له ګاونډيو هېوادونو، نړيوالو او په ځانګړې توګه له امريکا سره ښې شي.

د مسعود په وينا، ټاکنې هم د ستونزو د هواري او د اوسنيو حالاتو لپاره ښه بديل دى، خو په اوسنيو شرايطو کې ټاکنې نه يواځې ممکنې نه دي، بلکې افغانان هم پر ټاکنو بې باوره شوي دي.

شهزاده مسعود پر پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غږ وکړ چې د افغانانو له غوښتې سره سم د يوه ملي مشرتابه په توګه د نورو افغانانو تر څنګ د لويې جرګې د جوړېدو لپاره هلې ځلې وکړي.

نوموړى وايي: ((په هېواد کې امنيتي او اقتصادي وضعيت خراب دى، ښه حکومتداري هم نه تر سترګو کېږي؛ ځکه نو په داسې حالاتو کې تر لويې جرګې بله معقوله لاره نشته چې دې ستونزو ته د پاى ټکى کېښودل شي.))

خو هغه وايي چې ټول هېوادوال پر خپلو امنيتي ځواکونو وياړي، تر شا يې ولاړ دي او کلک ملاتړ يې کوي.

مسعود پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې پر يوه ملي محور سره راټول شي او يو بل ته د ورورۍ لاسونه سره ورکړي.

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي چې دى هم د لويې جرګې د جوړېدو او غوښتلو پلوى دى، خو زياتوي چې په دې جرګه کې بايد يواځې د نظام پر سيستم خبرې ونه شي، بلکې د هېواد روان بحران ته د هواري لارې چارې ولټول شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي يووالي حکومت له هر اړخه له ستونزو سره مخامخ دى او چندان لاسته راوړنې هم نه لري او که په دې حالاتو کې دوى لويه جرګه را وغواړي نو حکومت يې له ګواښ سره مخ کېږي.

د نوموړي په وينا، ځينې کسان له نظام څخه بهر هم د لويې جرګې د راغوښتلو خبرې کوي، څو پر حکومت له دې لارې فشار واچوي.

ده زياته کړه: ((تر ټولو زيات ډاکتر عبدالله د لويې جرګې خبره کوله، خو اوس هغه په خپله پرې چوپه خوله دى.))

خو د سياسي چارو بل کارپوه او مدني فعال خوشحال خليل بيا وايي چې دى هم له لويې جرګې سره موافق دى، خو زياتوي چې د لويې جرګې راغوښتل ځان ته شرايط لري.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې حکومت په اوسنيو حالاتو کې د تذکرو وېش لپاره زمينه نه شي برابرولى، نو بيا لويه جرګه څه ډول راوبلي.

خليل وايي چې د لويې جرګې د رابللو غوښتنو سره د خلکو ذهنونه نور هم ګډوډي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست