منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۱ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

حکومت د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو وړاندې بايد د خطرونو د کچې په اړه کره مطالعه ولري

· ۵ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٥ لړم ٩٤): يو شمېر کارپوهان وايي چې پرونۍ زلزله يو ګواښ و او حکومت بايد د زيانونو د اټکل سيسټمونه، د پېښو د ډول او د خلکو د کچې پر بنسټ ولري، څو وکولى شي چې زيانمنو سيمو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي.

دغه زلزله چې اندازه يې ٧،٧ ريکټره وه، پرون له غرمې وروسته کابل، شمال او شمال ختيځ ولايتونه ولړزول او شا وخوا يوه دقيقه دوام يې وموند.

د يادې بې سارې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې و، چې په ترڅ کې يې خلک له خپلو کورنو بهر شول او ښځو او ماشومانو چغې وهلې.

د راټول شويو معلوماتو پر بنسټ، په ياده طبيعي پېښه کې ١١٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او دغه راز له ٥٣٨ ډېر نور ټپيان شوي، چې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله يې په تخار، بدخشان او کونړ ولايتونو کې اړولې او له څلورو زره څخه زيات کورونه ويجاړ شوي دي.

که څه هم د حکومت مشرانو سيمه ييزو چارواکو ته امر کړى چې د يادې طبيعي پېښې د قربانيانو کره مرګ ژوبله معلومه کړي او له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي، خو بيا هم يو شمېر کارپوهان د طبيعي پېښو لپاره د حکومت پر نه چمتووالي نيوکه کوي.

د افغانستان د طبيعي سرچينو کارپوه ابراهيم جعفري وايي، چې له بده مرغه چمتووالى په ډېره ټيټه کچه و او حکومت د پرونۍ زلزلې او ورته پېښو لپاره هيڅ ډول چمتووالي نه لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: " حکومت دې ته انتظار ايست چې خلک ورته زنګ ووهي او د وژل شويو او ټپيانو شمېر ورته وښيي، چمتووالى د حکومت له اساسي مسووليتونو څخه دى او د دا ډول پېښو له رامنځته کېدو وړاندې بايد د خطرونو په اړه کره مطالعه ولري، چې له بده مرغه تر اوسه پورې شتون نه لري."

ياد کارپوه پرونۍ پېښه، د حکومت لپاره يو ګواښ وباله او زياته يې کړه، چې حکومت بايد د پېښې د ډول، د خلکو د کچې او د بېلابېلو سيمو د جوړښت له مخې، د زيانونو د اټکل سيسټمونه ولري، څو په دې پوه شي چې کومې سيمې ته ډېر زيان اوښتى دى.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ چې حکومت د دا ډول پېښو پر وړاندې هيڅ ډول چمتووالى نه لري؛ روغتونونه چې په دا ډول پېښو کې د پېښې د ټپيانو درملنه کوي، پخپله له معياري ودانيو برخمن نه دي.

جعفري وويل: " که چېرې يوه لويه پېښه د هېواد په لويو ښارونو کې رامنځته شي، د بېړنيو حالاتو کمېټه او له پېښو سره د مبارزې رياست له بحران څخه د مخنيوي لپاره هيڅ ډول چمتووالى نه لري."

نوموړى، چې د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې له پوهنځي فارغ شوى، د غيرمعياري ودانيو له جوړېدو شکايت وکړ او ويې ويل، که څه هم کابل ښار د زلزلې له مرکز څخه ٦٠٠ کيلومټره واټن درلود، بيا هم يو شمېر ودانۍ ناستې او درز شوې دي.

د طبيعي سرچينو ياد کارپوه له حکومت وغوښتل چې له دې وروسته د معياري ودانيو د جوړولو لپاره چمتووالى ولري او د غيرمعياري ودانيو له جوړولو مخنيوى وکړي.

جعفري، په دا ډول پېښو کې د خلکو له نه چمتووالي او پوهاوي هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې خلک بايد پوره معلومات ولري، چې په ورته پېښو کې څه ډول له ځانه وښيي.

نوموړي زياته کړه، چې په پرونۍ زلزله کې د زده کوونکو د نه پوهاوي او د ښوونکو د سالم مديريت د نشتون له امله يو شمېر زده کوونکو ځانونه د ټولګيو له کړکيو غورځولي دي.

په تخار ولايت کې د پرونۍ زلزلې په ترڅ کې، د ښوونځي له لسو څخه زيات زده کوونکي د ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي او ژوند يې له لاسه ورکړى او دغه راز يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

جعفري له خلکو وغوښتل، چې د دا ډول پېښو د رامنځته کېدو پر مهال پوره چمتووالى ولري، څو وکولى شي چې خپل ځانونه او د کورنۍ نور غړي وژغوري.

هغه په ډاګه کړه چې بايد کورنۍ دداسې زړه بوګنونکو پېښوو رامنځ ته کېدو لپاره د کور په امن ځاى کې ، معدني اوبه، بسکيټ، د پانسمان وسايل او ضد عفوني مواد له ځان سره ولري او د خپل ژوند بقا لپاره ترې ګټه واخلي.

همداراز حکومت دې په دې برخه کې ځانګړي ورکشاپونه او کورسونه جوړ کړي څو خلک د داسي طبيعي پېښو په وړاندې په سم ډول لاس په کار شي او زيانمن نه شي.

د کابل پوهنتون د ځمک پېژندې پوهنځي مشر پوهندوى فواد فقيري هم د حکومت د نه چمتووالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وايي چې زلزله انسانان نه وژني ، ودانۍ خلک له منځه وړي.

هغه وويل، چې د ودانيو د جوړولو او مقاومت په تړاو د متخصص نظر نه اخيستل کېږي ، که په دې اړه جدي پاملرنه وشي ، کيداى شي چې پېښې تر يو بريده راټيټې کړي.

فقيري له طبيعي پېښوو سره د مبارزې چمتووالي عمومي ادارې څخه وغوښتل دداسې پېښو په مهال چې وړاندوينه يې نه کېږي بايد مخکې له مخکې چمتووالى ولري، حکومت دې د روغتيايي لومړنيو مرستو په برخه کې خلک وروزي څو د پېښې پرمهال له خلکو سره مرسته وکړي او د ډېرې مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې پوهنځي رييس  د زلزلې د نورو ټکانونو په اړه وويل، چې د زلزلو هېڅکله په منظم ډول وړاندوينه نه کېږي او کيداى شي چې زلزله د اوږدې مودې او لنډې مودې په ډول له پېښېدو څخه څو ثانيې وړاندې اټکل شي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ دولتي چارواکو ويلي وو، چې ددې زلزلې د نورو ټکانونو امکان شتون لري، نو له دې کبله تېره شپه يو شمېر کورنۍ تر سهاره وېښۍ پاتي شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د زلزله ځپلو ولايتونو مسوولين ته لارښوونه کړې ده چې زيانمنو شوو کسانو سره دې بېړنې مرستې وشي او ټپيان دې په روغتيايي مرکزونو کې تداوي شي.

همداراز د حکومت اجرايي مشر اړوند ارګانونو ته لارښوونه کړې ده، چې زلزله ځپلو ته لومړنۍ مرستې ورسوي.

هغه چې پرون يې له زلزله ځپلو سره د معلوماتو او مرستې رسولو په برخه کې   د اضطرار حالت کمېټې بېړنې غونډه کې خبري کولي وويل چې ددې لپاره دې عاجل ګامونه پورته شي او عمومي همغږي رامنځ ته شي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې