منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

زلزلې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٣٨ نور ژوبل کړي

پژواک خبري اژانس
· ۷ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٤): له ځينو ولايتونو د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ١١٥  هېوادوال مړه او تر ٥٣٨ پورې نور ټپيان شوي دي.

دا زلزله پرون (د لړم ٤مه) له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ٣٩ دقيقې وشوه چې د هېواد پلازمېنه کابل، يو شمېر مرکزي، شمالي او ختيځ ولايتونه يې ولړزول.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې چې د زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و او ريښتر ٧،٧ درجې وه.

ياده زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو راووتل.

د زلزلې له امله د هېواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله او درانه مالي زيانونه هم اوښتې ده.

د ارګ له خوا په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله په ټول هېواد کې ١١٥ تنه مړه او ٥٣٨ نور ژوبل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه راز د زلزلې له مله ٧٣٦٠  کورونه، ١٢ ښوونځي ،١٧ جوماتونه او ٢٠ دولتي ودانۍ ويجاړ شوي دي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز د لړم په ٥ مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د هېواد په مرکز او ولايتو کې تر اوسه ٧٨ تنه مړي او ٤٦٦ ټپيان ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، خلکو ته ډېره مرګ ژوبله په کونړ، نورستان، بدخشان، تخار او ننګرهار ولايتونو کې اوښتې ده.

فيروز وايي چې له يو شمېر ولايتونو څخه ځيني ټپيان کابل ته هم لېږدول شوي دي او کېداى شي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

تر دې مخکې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک په دې اړه ډېر جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د تېرې ورځې زلزلې د هېواد په ١٤ ولايتونو کې زيانونه اړولي دي.

هغه د لړم په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وروستۍ شمېرې ښيي چې زلزلې په هېواد کې نږدې څلور زره کورونه زيانمن کړي، ٧٦ تنه يې مړه او ۲۶۸ تنه يې ټپيان کړي دي.

خو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مرستيال محمداسلم سياس وايي چې د زلزلې له امله په ټول هېواد کې ٨٤ تنه مړه او ٣٤٣ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي چې د زلزلې له امله په ټول هېواد کې تر ٤٠٠٠ زيات کورونه هم ويجاړ شوي دي.

بلخوا د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار مرکزي روغتونونو ته ٥٠ ټپيان ور وړل شوي، خو هغه زياتوي چې کېداى شي دا ارقام لوړ شي.

خو په ولايتونو کې ځايي چارواکي بيا د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زيانونه ډېره لوړه او له مرکزي چارواکو سره په توپير کې ښيي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه يې روغتون ته ٢٨ جسدونه او ١٤١ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، کېداى شي په ولسواليو کې هم تلفات اوښتي وي، خو کره شمېره په واک کې نه لري.

هغه وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى ، د خلکو سلګونه کورونه هم نړېدلي او زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د کونړ د والي وياند غني مصمم پژواک خبري اژانس ته وويل چې زلزلې په دغه ولايت کې٣٢ کسان وژلي او ١٠٥ نور يې ژوبل کړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي؛ ځکه چې له ځينو غرنيزو سيمو څخه يې تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

مصمم وويل چې په دې ولايت کې ۱۱۸۴  کورونو ته هم زيان اوښتى دى.

بلخوا د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي چې د تېرې ورځې د زلزلې له امله د تخار په مرکز تالقانو او فرخار، نمک اب، ورسج، کلفګان او يو شمېر نورو ولسواليو کې، ۱۴ کسان وژل شوي څه باندې ۵۰ کسان ژوبل شوي او له پنځوسو ډېر کورونه ويجاړ شوي.

تيمور وايي، د ارزونې ډلې تر دې دمه يواځې د تالقانو ښار په اړوندو سيمو کې له دېرشو ډېر کورونه سروې کړې دي.

د نوموړي په وينا، د تالقانو د يوه ښوونځي ١٢ نجونې د منډو پر مهال تر پښو لاندې شوې او مړې شوې دي.

هغه وايي چې د سروې ډلې ولسواليو ته هم لېږل شوې چې د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو کره معلومات وکړي.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکتر حفيظ الله ساپي پژواک ته وويل چې له ولايتي روغتون سربېره د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته هم ټپيان راوړل شوي دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه په دغو مرکزونو کې ٥٠ ټپيان او ١٢ مړي ثبت شوي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک ته وويل چې زلزلې د دغه ولايت ډېرې برخې ولړزولې او د ولايت د مقام په ګډون ډېرى کورونه يې ويجاړ کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دغه ولايت کې ٦ تنه مړه او ٧٦ نور ژوبل شوي دي.

هغه وايي چې دغه راز د زلزلې له امله ٥١٤ څاروي هم مړه، ٨٠٠ کورونه او ٢١ کيلومتره سړک زيانمن شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې زلزله په دغه ولايت کې هم سخته وه او خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

ده زياته کړه، د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٦  تنه مړه او ٢٥  نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب پژواک ته وويل چې زلزلې د دغه ولايت ډېرې برخې لړزولې او سلګونه کورونه يې نړولي دي.

د هغه په وينا، تر اوسه له خاورو ١٢ جسدونه او ٢٥ ټپيان را ايستل شوي او دا لړۍ روانه ده.

اديب وويل چې ډېرى زيانونه په جرم، وردوج او يمګان ولسواليو کې اوښتي او د لومړنيو معلوماتو له مخې، نږدې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.

د پروان ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدامين حيدري وايي، وروستي معلومات ښيي چې د دغه ولايت په بګرام ولسوالۍ کې يوه نجلۍ مړه شوې او ۴ کسان ټپيان دي او د ولايت د مرکز اړوند د چاريکارو په زاړه ښار کې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

په سمنګانو کې له پېښو سره د مبارزې مشر رجب علي يوسفي وايي چې د ولايت په مرکز ايبک کې نهه تنه د زلزلې له وېرې د تښتې پر مهال ټپيان شوي، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.

 د هغه په وينا، د دغه ولايت په مرکز کې لس کورونه زلزلې زيانمن کړي دي.

د پنجشېر ولايت له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمدامين حيدري وايي وروستي معلومات ښيي چې د دغه ولايت  په بګرام ولسوالۍ کې يوه نجلۍ او سړى مړه شوي او ۴ کسان ټپيان دي او د ولايت د مرکز اړوند د چاريکارو په زاړه ښار کې ۶ تنه ټپيان شوي دي.

د پنجشېر د پريان ولسوالۍ د چمار د سيمې اوسېدونکي ډاکټر نجيب الله وايي چې زلزلې په دې سيمه کې شمل کورونه زيانمن کړي او  ۲۰ څاروي يې مړه کړي دي.

د بغلان د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني وايي چې په دغه ولايت کې د زلزلې له امله دوه تنه مړه او ٣١ نور ژوبل شوي دي.

د هغه په وينا، درى زده کوونکي چې د زلزلې له امله برسېرن ټپيان شوي وو، ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

ده زياته کړه، دوه ١٠ او ١٤ کلن وروڼه د يوه کور د چت او دېوال لوېدو له امله په پلخمري ښار کې ژوبل شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

 د کاپيسا ځايي چارواکي وايي چې په اله ساى، تګاب او نجراب ولسواليو کې د دوى د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ٩ تنه ټپيان شوي دي.

په هلمند، سرپل، لوګر، نيمروز، کندهار، غور، اروزګان، هرات، فراه ، اروزګان، او بادغيس کې زلزله نه ده شوې.

دغه زلزله په کندوز، جوزجان، باميانو او دايکنډي ولايتونو کې هم محسوس شوې، خو زيانونه يې نه درلودل.

د يادونې ده چې پرون په تاجکستان، پاکستان او هندوستان کې هم زلزله شوې ده، د پاکستاني چارواکو د معلوماتوله مخې، په دغه هېواد کې د زلزلې له امله تر اوسه ٢٥٠ کسان مړه او ١٥٠٠ نور ژوبل شوي دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې