کابل (پژواک، ٥ لړم ٩٤): امريکا، ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هېوادونو په افغانستان کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خپګان څرګند کړى او په دې برخه کې يې د مرستو وړانديز کړ ى دى.
دا زلزله پرون د لړم په ٤مه له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه او ٣٩ دقيقې وشوه چې د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه يې ولړزول.
د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و.
دا زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو ووتل، ښځو او ماشومانو له وېرې چيغې وهلې.
په ولايتونو کې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې تر اوسه ٩٢ تنه مړه او ٤٢٤ تنه نور ژوبل شوي دي.
په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړې چې هېواد يې په افغانستان کې د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشينى شوى او د زلزلې له قربانيانو سره يې د مرستو لپاره اماده ګي وښوده.
هغه زياته کړه، دوى تيار دي چې د افغانستان له حکومت سره په دې سخت حالت کې د اړتيا وړ هر ډول مرستې وکړي.
سرچينې ويلي چې د امريکا د دفاع وزارت يوه څانګه په بدخشان ولايت کې د زلزلې له امله د اوښتو زيانونو د راټولولو په هڅه کې ده.
بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت هم د زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني څرګنده کړې ده.
د دغه سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د افغانستان حکومت په غوښتنه هر ډول مرستې ته تيار دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم په افغانستان او پاکستان کې د زلزلې له امله پر اوښتو زيانونو خپګان څرګند کړى دى.
نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې مېشت د ملګرو ملتونو اړوند ادارې چمتو دي چې د افغانستان د حکومت په غوښتنه په ځپل شوو سيمو کې مرستې ووېشي.
د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې او زياته کړې يې ده چې هېواد به يې د افغانستان د زلزلې له ځپل شوو سره مرسته وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم د زلزلې پر زيانونو اندېښنه او خپګان څرګند شوى دى.
دوى ويلي، ناټو تيار چمتو ده چې له افغانستان سره په دې سختو حالاتو کې مرسته وکړي.
وسله والو طالبانو هم د زلزلې پر زيانونو خواشيني څرګنده کړې او خپلو وسله والو ته يې سپارښتنه کړې چې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.
د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له خيريه ټولنو غوښتل شوي چې په زلزله کې له زيانمن شوو کسانو سره د سرپناه، خوراکي توکو او دارو درملو په برخو کې خپلې مرستې ونه سپموي.
د ملي ثبات ټولنې هم د زلزلې له امله له ځپل شوو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د دوى له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي ثبات مشرتابه او رهبري پلاوی د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو زلزله ځپلو کورنيو سره شريکوي، قربانيانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بېړنۍ روغتيا او کورنيو ته يې د جميل صبر هيله کوي.
دوى له حکومتي چارواکو غوښتي چې په عمل کې هر څومره چې ژر کېږي، له زيانمنو خلکو سره اړينې مرستې او په ځانګړي ډول په زلزله کې د ټپي شوو خلکو روغتيا ته جدي پاملرنه وکړي.
د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني وياند قريب الرحمن سعيد هم پر يادې پېښې خواشيني څرګنده کړې ده.
نوموړي هم له حکومت، نړيوالې ټولنې او شتمنو غوښتي چې د زلزلې له ځپل شوو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










