منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې د زلزلې له امله د مړو شوو کسانو شمېر ٧٦ ته ورسېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ۵ لړم ۹۴): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير وايي، وروستۍ شمېرې ښيي چې زلزلې په هېواد کې نږدې څلور زره کورونه زيانمن کړي، ٧٦ کسان يې مړه  او ۲۶۸ نور يې ټپيان کړي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک په دې اړه ډېر جزئيات ورنه کړل، خو ويې ويل چې د تېرې ورځې زلزلې د هېواد په ١٤ شمالي، ځينو مرکزي او ختيځو ولايتونو کې زيانونه اړولي دي.

 هغه وايي چې ډېر زيان په بدخشان کې اوښتى دى.

د ده په وينا، په بدخشان کې ۱۳ کسان مړه شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په زيانمن شوو سيمو کې د ژغورنې عمليات پيل شوي او په کومو سيمو کې چې ډېرې بېړنۍ مرستې ته اړتيا وي له زلزله ځپلو سره نغدي مرستې کېږي.

دى وايي چې تر اوسه په تخار کې ۱۳ زلزله ځپلو کورنيو ته هرې کورنۍ ته ٥٠ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.

برمک وايي: "زلزلې د هېواد لرې پرتې سيمې هم ځپلې، يوه ستونزه ناامني ده چې زموږ د ټيمونو چارې يې ستونزمنې کړې نو د دولت له وسله والو مخالفينو نه موغوښتنه دا ده چې زموږ د کړنو پر وړاندې خنډ نه شي، تر څو زموږ د ژغورنې او څېړنو ټيمونه چارې په ښه ډول ترسره کړي."

دى زلزلې چې مرکز يې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې و او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و، تېره ورځ له غرمې وروسته په يوه بجه او ٣٩ دقيقو د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه ولړزول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې