کابل (پژواک، ٦ لړم ٩٤): ترکيه، هندوستان، امريکا، ايران او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى، دغه راز قطر هېواد د ١٠٠زرو ډالرو مرسته کړې او د ترکمنستان هېواد د مرستې لومړى بار موټر هېواد ته را رسېدلى دى.
پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک د بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې له يو شمېر غړو سره يو ځاى ولسي جرګې ته وربلل شوى و، څو له زيانمنو کسانو سره د مرستې په اړه معلومات وړاندې کړي.
برمک وويل، د دوشنبې زلزلې په پايله کې د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ کسان مړه او ٥٥٦ کسان ټپيان شوي او د دې تر څنګ، ٧٦٣٠ کورونه، ١٢ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او ٢٠ اداري واحدونه ويجاړ شوي او دغه راز شاوخوا زر څاروي هم له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه چې ترکيه، هند، ايران، ترکمنستان او برېتانيا هېوادونو د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې له چمتووالي خبر ورکړى دى.
نوموړي وويل چې نن د ترکمنستان هېواد د ١٢٠ متريک ټنو اوړو، ١٠٠ مټريک ټن سمنټو لومړۍ بار هېواد ته رارسيږي او ټاکل شوې چې له زلزله ځپلو سره نورې مرستې هم وکړي.
دغه راز برمک زياته کړه چې قطر هېواد د افغانستان له زلزله ځپلو سره د سل زره امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.
برمک زياته کړه، ټاکل شوې چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت نن په کابل کې د ترکيې او هندوستان سفارتونو ته د زلزله ځپلو نوملړ تسليم کړي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړه چې د ولايتونو په زېرمو کې کافي اندازه خوراکي توکي شتون لري او دې ته اړتيا نه شته چې دولت او افغانان له يو بل سره منګولې ولګوي.
هغه زياته کړه چې د زلزلې د زيانونو د څېړنې ټيمونه ولسواليو ته رسېدلي او په عملي توګه يې خپله لړۍ پيل کړې ده.
نوموړي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې له زلزله ځپلو سره به په دريو پړاونو کې مرسته وشي.
برمک دغه راز يادونه وکړه چې له پېښو سره د مبارزې ادارې ټولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې له سروې سره يو ځاى د لومړنيو مرستو د وېش لړۍ هم پيل کړي.
هغه زياته کړه، افغان دولت به له هرې ممکنه لارې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د يادولو ده چې پرون د امريکا متحده ايالاتونو حکومت هم د افغانستان او پاکستان له زلزله ځپلو سره د مرستو له چمتووالي خبر ورکړى دى.
ټاکل شوې وه، چې نن له ويس برمک پرته د بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې د عامې روغتيا، مهاجرينو چارو او نور غړي په دې اړه خبرې وکړي، خو ناسته د لفظي شخړې له امله پاى ته ورسېده او د جرګې مشر د يادې کمېټې له غړو وغوښتل چې ناسته پرېږدي.
په ياده جرګه کې د کندوز استازي انجنير کمال ساپي د نن ورځې پر اجنډا باندې د اعتراض په کولو سره وويل: "له ټول افغانستان څخه په کندوز کې ډېر خلک ووژل شول او کورونه يې ويجاړ شول، خو په اجنډا کې شامل نه شو، څو خبرې وکړي؛ د کندوز له پېښې شل ورځې تېرېږي چې تر اوسه پورې ورته مرستې نه دې رسېدلې."
نوموړي د غونډې مشر ته په خطاب کې وويل: " ټول عمر مو معامله وکړه او همېشه مو وکيلانو ته وخت ورنه کړ، د خلکو په سرونو مو معامله کړې، کندوز د نورو ټولو ولايتونو په پرتله ډېره مرګ ژوبله ورکړې ده."
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي له دغو خبرو وروسته امنيتي موظفينو ته لارښوونه وکړه، څو انجنير کمال د جرګې له تالاره وباسي.
خو امنيتي موظفين، له تالار څخه د ساپي پر ايستلو بريالي نه شول او د جرګې يو شمېر نور غړي له ساپي څخه په ملاتړ راپورته شول چې په دغه کار سره د غونډې نظم ګډوډ شو.
ابراهيمي چې نوموړى هم د کندوز اوسېدونکى دى: "د کندوز په اړه مو شاوخوا يوه اونۍ وړاندې ناسته درلوده، له کندوز او افغان ملت سره څه دوښمني لرو، کندوز هم د افغانستان د خاورې يوه برخه ده، دغه کار له کمپاين پرته بله معنا نه لري."
هغه زياته کړه: "د انجنير کمال کار، د ملت د کور له بې عزته کولو پرته بله معنا نه لري، د اجنډا ټاکل زموږ شخصي کار نه دى، د رييسانو د کمېټې پرېکړه ده."
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










