منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار او لغمان پر زلزله ځپلو د مرستو وېش پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

جلال اباد (پژواک،۶ لړم۹۴): چارواکي وايي چې د ننګرهار او لغمان په ولايتونو کې يې زلزله ځپلو ۱۷۰ کورنيو ته د لومړنيو توکو د وېش لړۍ پيل کړه.

د وړمې ورځې زلزلې له امله په ننګرهار کې ۲۸ تنه مړه او ۱۷۹ ټپيان شول او د نورو مالي زيانونو تر څنګ ۱۰۸۵ کورونه هم ويجاړ شوي دي.

همدارنګه په لغمان کې اووه تنو ژوند له لاسه ورکړى، ٢٥ ژوبل دي او تر ۲۵۰ زيات کورونه وران شوي دي.

د ننګرهار د سرې مياشت رييس ننګيالي يوسفزي د لړم په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې يې د ننګرهار پر زلزله ځپلو کورنيو د مرستو وېش پيل کړى دى.

نوموړي په بهسود ولسوالۍ کې زلزله ځپلو کورنيو ته د مرستو د وېش پر مهال پژواک ته وويل: ((تېره ورځ ناوخته او نن مو په بهسود او روداتو په ولسواليو کې ۱۱۰ کورنيو ته د مرستو وېشلو چاره پيل کړه.))

د ده په وينا، په دې مرستو کې کمپلې، خېمې، ترپال او د اشپزخانې د لوښو په ګډون نور توکي شامل دي.

هغه وايي: ((زلزلې په دغه ولايت کې ډېر کورونه ويجاړ کړي، زموږ سروې ګانې روانې دي، خو د مرستو لړۍ مو پيل کړه، ډېر ژر به دغو کورنيو ته خوراکي مرستې هم ورسوو.))

د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکي اسراراحمد د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال پژواک ته وويل چې په زلزله کې يې کور نړېدلی او يوه کوچنۍ لور يې مړه شوې ده.

هغه يادونه وکړه، چې دا مرستې ورته کمې دي.

بلخوا د لغمان چارواکي وايي، د الينګار ولسوالۍ په زلزله ځپلو کورنيو باندې د موقتې سرپناه او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د لړمه په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرې مياشتې رياست له لوري دا مرستې ٦٠ زلزله ځپلو کورنيو ته ورکړل شوې ده.

ده زياته کړه، دغه مرسته چې د يادې ولسوالۍ د مسوولينو تر نظر لاندې پر زيانمنو کورنيو ووېشل شوه، په کې خېمې، ترپالونه، کمپلې او د اشپز خانې وسايل شامل دي.

ځواک دا هم وايي چې په لغمان کې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي د دولتي او مرستندويه ادارو ګډه ناسته ترسره شوې او زيانمنو سيمو ته د سروې ټيمونه استول شوي، څو د زيانونو دقيق ارقام معلوم کړي.

 

 

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې