منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پېښو له قربانيانو سره د مرستې لپاره د توکو ٥٠٠زره بستې چمتو شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

کابل (پژواک ٦ لړم ٩٤): د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پرمختيايي ادارې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د پېښو له قربانيانو سره د مرستې په موخه د غير خوراکي توکو ٥٠٠زره بستې چمتو کړې دي.

دغه څرګندونې يادې ادارې په يوه خبرپاڼه کې کړې او ويلې يې دي چې د امريکا متحده ايالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې له خوا تمویلېدونکې بشري مرستو رسونې ادارې د افغان حکومت، ملګرو ملتونو او نادولتي مؤسسو ترڅنګ د ارزونو او مرستو رسولو په چارو کې برخه لري او د دغو چارو مشري افغان حکومت کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې مشر هيربي سمېټ ويلي چې په دې بستو کې د پخلنځي لوښي، کمپلې، جامې، بېړنۍ سرپناوې، لمريز څراخونه، توشکې، خېمې، ترپالونه، فرشونه او يوه اندازه نغدې پيسې شاملې دي.

د هغه په خبره، خېمې په ځانګړې توګه د ژمي لپاره جوړې شوې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ژمي په مياشتو کې ګرمې او خوندي دي.

په خبرپاڼه کې نه دې راغلي چې دغه مرستې کله برابرې شوې دي.

د هيربي سمېټ په وينا، دوى د هېواد په کچه په ۲۶ ګودامونو کې چې ټولې زيانمنې شوې سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي، د کډوالۍ نړيوالې ادارې ته له ۴۶زرو څخه زياتو بېړنيو سرپناوو او خېمو د برابرولو لپاره بودجه ورکوي.

دى وايي، په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار او کابل ولايتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولايتي کمېټې ناستې ترسره کوي، تر څو د وړمې ورځې (د لړم ٤مه) زلزلې په اړه د ارزونو او مرستو رسونې چارې همغږې کړي.

نوموړى زياتوي، د ژغورنې او مرستو رسونې اوسنۍ ملي او ولايتي ډلې ډاډ ورکوي چې مرستې په سمه توګه او هغو افغانانو ته رسېږي چې د دې غميزې له کبله زيانمن شوي دي.

د تېرې دوشنبې په ورځ يوه زوروره زلزله وشوه چې پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير ويس احمد برمک د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې له امله د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٥ تنه مړه شوي، ٥٥٦ نور ژوبل دي او ۷۶۳۰ کورونه، ۱۲ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او شل اداري واحدونه ويجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي.

ده زياته کړې، ترکيې، هند، ايران، ترکمنستان او برېتانيا هم له زلزله ځپلو سره د مرستې چمتووالى ښودلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې