شبرغان (پژواک ٧ لړم ٩٤): د هېواد له زلزله ځپلو سره د ترکمنستان هېواد د خوراکي او ودانيزو توکو مرستو لومړى بار د اقينې بندر له لارې جوزجان ولايت ته راورسېد.
هېواد کې د دوشنبې ورځې (د لړم ٤ مه) د زلزلې له امله په نهو ولايتونو کې ١١٥ کسانو ژوند له لاسه ورکړى او دغه راز ٥٥٦ کسان ټپيان شوي دي.
د جوزجان له طبيعې پېښو سره د مبارزې ادارې مسوول سيد فيض الله سادات وويل، جوزجان ته په دغه رارسېدلي کاروان کې ١٢٠ ټنه اوړه او ١٢٠ ټنه سمنټ شامل دي.
نوموړي زياته کړه، د دغه کاروان بار بلخ ولايت ته لېږدول کېږي، څو په دنده د ګومارل شوي پلاوي تر څار لاندې له زلزله ځپلو ولايتونو ته ولېږل شي.
بلخ ولايت کې د ترکمنستان هېواد مېشت قونسول بازارباى وويل، د مرسته شويو توکو دغه بار د ترکمنستان ولسمشر له لارښوونې سره سم، زلزله ځپلو ته ځانګړى شوى دى.
هغه زياته کړه: "موږ د همکارۍ او دوستۍ له مخې چې له افغانانو سره يې لرو، په دې برخه کې له دوى سره مرسته او همکاري کول غواړو."
د جوزجان د ولايتي شورا مرستيال عبدالقادر ماليه، د ترکمنستان له مرستې د خوښۍ ترڅنګ وويل چې په اوسنيو شرايطو کې زلزله ځپلو کورنيو ته د دغو مرستو رسول، د حيات د اوبو په څېر دي.
نوموړي، په اوسنيو حالاتو کې د ياد شوي هېواد له بشردوستانه ګامونو پورته کولو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه کار له افغانانو سره د ترکمنستان هېواد د ټينګې دوستۍ څرګندونه کوي.
د ترکمنستان د مرستو لومړى بار په داسې حال کې هېواد ته راوړل کېږي، چې له دې وړاندې ترکيې، هندوستان، امريکا، ايران او بريتانيې هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې او قطر هېواد دغه راز سل زره امريکايي ډالره مرسته کړې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










