کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٤): يوه افغانه کورنۍ چې اروپا ته د رسېدو په نيت د ترکيې تر پولو رسېدلې او د ګڼو ستونزو له زغملو وروسته بېرته راستنه شوې، له خلکو غواړي چې اروپا ته قاچاقي تلل ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
په دې وروستيو کې ګڼ شمېر افغانان په ځانګړي ډول ځوانان اروپايي هېوادونو ته د تګ په نيت خپل هېواد پرېږدي. راپورونه څرګندوي چې د دغو کسانو له ډلې ځيني په قاچاقي لارو مري، د ترکيې او يونان په اوبو کې ډوبېږي او ځيني نور بيا په اروپايي هېوادونو کې ګڼې ستونزې زغمي .
د دايکنډي د مرکز نيلي اوسېدونکى محمد ابراهيم تقدسي يو له هغو افغانانو دى چې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره المان ته د تګ په نيت د قاچاقي سفر له ګڼو ستونزو سره مخ شوى، خو هغه وايي خوښ دى چې د ترکيې په سرحدي سيمو کې له خپل دې هوډ نه تېر او بېرته کابل ته راستون شوى دى.
٤٧ کلن محمد ابراهيم په کابل کې د خپلوانو په يوه کور کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډېرو کلونو راهيسې يې د ايران په پلازمېنه تهران کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه او شاوخوا يوه مياشت وړاندې د خپلې کورنۍ له غړو سره د انساني قاچاق وړونکو په ملګرتيا له تهران نه د المان په نيت حرکت وکړ او اروپا ته يې له خطرونو ډک سفر ته ملا وتړله.
په داسې حال کې چې دا سفر يې د ځان او کورنۍ تر ټولو ترخه خاطره او ستره تېروتنه وبلله، وويل: ((موږ په تهران کې ښه ژوند درلود، اړتيا نه وه چې اروپا ته ولاړ شو، خو دا چې درې کلن ماشوم مو معيوب دى او په تهران کې يې درملنه نه کېده، نو د اروپا په لور مې په قاچاقي ډول حرکت وکړ.))
ده وويل چې قاچاق وړونکي له ايران نه د ترکيې تر پولې پورې د يوه کس په سر پنځه ميليونه ايراني تومان اخلي، خو له ده او د کورنۍ له دريو غړو يې په ټوليز ډول ١١.٢ ميليونه ايراني تومان (شاوخوا ٢٠٠ زره افغانۍ) واخيستې.
هغه وويل چې د قاچاق له پيسو پرته يې يوه اندازه نورې پيسې هم په دغه سفر کې لګولې دي.
نوموړي زياته کړه چې له تهران نه د ايران تر شمال لوېديځ ښار اروميه پورې يې په موټرو کې راحت سفر وکړ او له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
خو هغه وويل: ((د اروميه له ښار نه د ايران تر خوى ښار پورې يې چې د ترکيې له پولې سره نږدې پروت دى، په سر پټو موټرو کې د پسونو په څېر بار کړي وو او حتى په ډېره سختۍ مو ساه اخيسته.))
محمد ابرهيم تقدسي چې اروپا ته د تګ له هوډه سخت پښېمان و، خپلې مېرمنې، اوه کلن زوى او درې کلنې لور ته په اشارې سره وويل چې په دغه سفرونو کې ګڼې ستونزې ماشومانو او ښځو ته ور پېښېږي.
مېرمن تقدسي چې خپله درې کلنه لور يې په غېږ کې نيولې وه او په ويښتو کې يې ګوتې وهلې، د يوه ساړه اسويلي په ايستلو سره يې وويل: ((د همدې لورکۍ د روغتيا لپاره مو خپل ټول شته قاچاق وړونکي ته ورکړل، څو اروپا ته ورسېږو او درملنه يې وشي، خو خبر نه وو چې په دې لاره د قدم اېښودل ناسم کار دى.))
دې هم زياته کړه چې اروپا ته د قاچاق سفر تصميم يې د ژوند ستره تېروتنه وه چې نيمګړې پاتې شوه.
سرچينې زياته کړه ، هغه کسان چې په دې خطرناک سفر کې د ايران له خوى ښار نه ترکيې ته ځي، ترکيې ته له ننوتلو وړاندې څو ورځې د يوې سرحدي سيمې په غرنيو سمڅو کې ساتل کېږي.
هغې د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې په دې غارونو کې د افغانانو په ګډون ځيني پناه غوښتونکي د اوبو او خوړو د نه ور رسېدو له امله مړه شوي وو.
دې مېرمنې زياته کړه چې دې له سمڅو بهر د يو کس مړى وليد، خو هغه مېرمنې چې په سمڅه کې دننه وې، دې ته يې ويل چې په سمڅو کې يې دننه د څو کسانو مړي ليدلي دي.
مېرمن تقدسي زياته کړه چې دا او د کورنۍ غړي يې دغو سمڅو ته نه دي ور ننوتلي، خو سمڅو ته نږدې واټن کې يې دوه شپې او ورځې تېرې کړې او د سمڅو له منځه راوتونکي بد بوى سخت ځورول.
هغې زياته کړه: ((په هماغه سيمه کې په سمڅو کې د مړو شوو بد بوى د زغم وړ نه و، د انسان زړه پرې دردېده چې ايا څومره کسان او کوم کسان به په دې سمڅو کې څنګه مړه شوي وي.))
د دې په خبره، لور يې په دې سيمه کې له سختې نفس تنګۍ سره مخ شوه او دوى اړ شول چې خپل ناروغ ماشوم د قاچاق وړونکو په همکارۍ د د خوى ښار د امام حسن مجتبى روغتون ته ولېږدوي.
د هغې په وينا، په دغه روغتون کې د ((حاجه)) په نوم يوې سپين سرې افغان مېرمنې سره مخ شوه. دې مېرمنې له خپلو دوو ځوانو زامنو، يوې ناوې او دوو لوڼو سره د خوى ښار له لارې ترکيې ته تللي خو وروسته راستانه شوي وو.
نوموړې وويل چې دوه لوڼې او يوه ناوې يې د ترکيې په سرحدي سيمو کې ورک شوي او د ناپېژندانه وسله والو د ډزو له امله يې يو زوى وژل شوى او بل زوى يې ټپي شوى و.
مېرمن تقدسې د دې مېرمنې له خولې زياته کړه چې دوه لوڼې او ناوې يې هم د ډزو پر مهال ورکې شوې او د دې پېښې نه شاوخوا لس ورځې وروسته يې هم هغوى ونه موندل. هغې وويل چې پوليسو دا مېرمن له خپلو دوو زامنو سره روغتون ته راوړې وه.
هغې وويل چې د دې مېرمن د وژل شوي زوى مړى د خوى ښار د روغتون په سړه خونه کې و او د ټپي زوى درملنه يې هم په همدغه روغتون کې روانه وه.
د دې په خبره، د سپين سرې مېرمنې روحي حالت هم د ګڼو ستونزو د ليدلو په سبب سم نه و.
هغې څرګنده کړه چې په هماغه روغتون کې د يوه بل افغان ځوان مړى هم و چې مېرمن يې د ترکيې په کومه سرحدي سيمه کې ورکه شوې وه.
نوموړې زياته کړه: ((په خوى ښار کې قاچاق وړونکي سره بدل شول، يو قاچاق وړونکى راغى او ماته يې وويل چې لومړى به تا په اسانۍ سره ترکيې ته ورسوم، وروسته به دې خاوند هم راشي، ما لومړى ومنله، خو وروسته مې له ځان سره فکر وکړ چې نه، دا تصميم تېروتنه ده.))
مېرمن تقدسي او خاوند يې وايي چې د دې وضعيت له لېدو وروسته اروپا ته له تګه تېر شول او بېرته خپل هېواد ته راغلل.
مېرمن تقدسي وويل: ((ځان مې د ايران پوليسو ته تسليم کړ، هغوى راسره بد چلند وکړ او ويل يې چې تاسې افغانان د پيسو لپاره اروپا ته ځئ، خو ما خپله ناروغه لور ور وښوده، کله يې چې هغه وليده نو باور يې وکړ او موږ يې بېرته د (امام حسن مجتبى) روغتون ته ولېږدولو.))
د هغې په خبره ، چې په دغه روغتون کې يې د لور له درملنې وروسته افغانستان ته راغلل او د ستنېدو پر مهال له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دې وويل: ((موږ ډېر کلونه په ايران کې ژوند کړى، د ايرانيانو په څېر وو او چا مو مزاحت نه کاوو.))
د نوموړې په خبره، ځکه کابل ته راغلل چې په تهران کې يې د ژوند کولو لپاره پيسې نه درلودې.
مېرمن تقدسي زياته کړه، څو افغان کورنۍ چې د ترکيې له سرحدي سيمو راستنې شوې او اوس په تهران کې ژوند کوي وايي چې ځيني قاچاق وړونکي په نيمه لار کې د کورنيو نارينه وژني، ښځې او ماشومان يې برمته کوي.
د دې په خبره، د دوى له خپلوانو يوه کورنۍ (سپين سرې مور، څلور لوڼې او يو زوى) شاوخوا شل ورځې مخکې د ايران له لارې اروپا ته روانه شوه، تر اوسه يې هېڅ درک نشته.
نوموړې د افغانستان خلکو ته په خپل پيغام کې زياته کړې: ((اصلاً دا په دې نه ارزي چې اروپا ته د رسېدو لپاره خپل ځان له ستونزو سره مخ کړو، مه تېروځئ، په دې بې حيثيتۍ او بې عفتۍ نه ارزي چې بهرنيو هېوادونو ته مخه کړو، خور مې په المان کې ژوند کوي او وايي هغه کسان چې تللي، په کوڅو کې له خپلو کورنيو سره بې خوړو او بې اوبو ګرځي، د بهرنيانو پاتي شوني خوري او د هغوى زوړ لباس اغوندي.))
مېرمن تقدسي او خاوند يې له افغان حکومته وغوښتل چې د امنيت د خوندي کولو او خلکو د ژوند ښه کولو لپاره هڅه وکړي، څو بل هېڅ افغان بهرني هېواد ته اړ نه شي او له دې بد برخليک سره مخ نه شي.
المان اعلان کړى، هغه افغان پناه غوښتونکي چې منځنۍ اقتصادي وضعيت لري او د افغانستان له امنو سيمو هغه هېواد ته تللي ، باسي او په دې اړه يې له افغان حکومت سره هم هوکړه شوې ده.
خو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د هېواد امنيتي وضعيت ته په پام سره د المان حکومت پر دې تصميم د بيا کتنې غوښتنه کړې ده.
راپورونه وايي چې په روان کال کې څه باندې سل زره افغان کډوال اروپايي هېوادونو ته تللي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










