ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۵۰زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې ۱۵۰زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
30 Oct 2015 - 11:33
ننګرهار کې ۱۵۰زلزله ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
30 Oct 2015 - 11:33

جلال اباد(پژواک،۸ لړم۹۴): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د "بيات بنياد" له لوري ۱۵۰ زلزله ځپلو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرسته وشوه.

د تېرې دوشنبې ورځې په زوروره زلزله د هېواد په نهو ولايتونو کې ١١٨ تنه مړه شوي، ٥٥٦ نور ژوبل دي او ۷۶۳۰ کورونه،۱۲ جوماتونه، ١٧ ښوونځي او شل اداري واحدونه ويجاړ شوي او زر څاروي له منځه تللي دي.

د دې زلزلې له امله په ننګرهار کې ۲۸ تن مړه شوي، ۱۷۹ ټپيان دي او تر ۱۰۸۵ کورونه ويجاړ شوي دي.

په ننګرهار کې له ١٥٠ کورنيو سره د بيات بنياد په مرستو کې چې نن ووېشل شوې کمپلې، خيمې، ترپالونه او د ماشومانو او لويانو لپاره بېلا بېلا خوراکي توکي شامل دي.

د بيات بنياد مرستيال حاجي اسمعاعيل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کامې ولسوالۍ کې يې لومړی سروې وکړه او وروسته يې اړمنو ته يادې مرستې ووېشلې.

د کامې ولسوالۍ اوسېدونکي شېرولي د يادو مرستو د ترلاسه کولو پر مهال پژواک ته وويل، چې د زلزلې له امله يې کور ويجاړ شوی او اوس په خرابه کور کې اوسېږي.

ده مننه وکړه، چې يوې مرستيدويه ادارې ورسره مرسته وکړه؛ خو ويې ويل چې نورو مرستو ته هم اړتيا لري.

هغه وايي: " زما په څېر د ډېرو کسانو کورونه ويجاړ شوي. هوا سړه ده، وېره لرو چې ماشومان مو مريضان نه شي، نو حکومت بايد مرستې راورسوي."

د بيات بنياد مرستيال وايي دغه بنياد په پام کې لري چې د ننګرهار په نورو سيمو، کونړ او نورو زلزله ځپلو ولايتونو کې هم پر زلزله خپلو مرستې ووېشې.

د ننګرهار د سرې مياشتې ټولنې مشر ننګيالي يوسفزي هم ويلي چې په ننګرهار کې يې له زلزله ځپلو سره مرستې پيل کړي او دا مرستې به ټولو اړمنو ته ورسېږي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.