منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۶ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د تخار له درقده سلګونه کورنۍ بېځايه شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

تالقان (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د تخار ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې د نا امنيو له امله ١٥٠٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د تخار درقد ولسوالۍ ونيوله.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کورنۍ خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته کډه شوې دي.

د تيمور په وينا، وسله وال طالبان د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي چې نورو سيمو ته  کډه وکړي.

خو ده وويل، امنيتي ځواکونه پلان لري چې د خلکو له راوتلو وروسته په درقد ولسوالۍ کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو د خلکو له کورونو مورچلې جوړې کړې، نو موږ نه شو کولاى چې په اسانه عمليات وکړو.))

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي قدرت الله هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکو د نا امنيو له امله کډه کړې ده.

د هغه په وينا،  طالبان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې له دې ولسوالۍ ګډه وکړي؛ ځکه ډېرى خلک په پټه له دې ولسوالۍ څخه کډه کوي.

هغه زياته کړه: ((طالبان په موټرو کې بار کډو ته اجازه نه ورکوي چې له ولسوالۍ ووځي، يونيم خلک په پټه له ولسوالۍ څخه وځي، طالبان خلکو ته وايي دلته امنيت دى، چېرې ځئ.))

ده وويل چې طالبانو د درقد ولسوالۍ اوسېدونکو ته د خپلو ټيلېفونونو شمېرې هم  ورکړې تر څو د ستونزو په وخت ورسره په اړيکه کې شي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال