فيض اباد (پژواک، ٩ لړم ٩٤): په بدخشان ولايت کې سلګونو زلزله ځپلو ته په داسې حال کې د خوړو او خېمو مرستې رسېږي چې دوى ورسره شوې مرستې ناوخته بولي او تر څنګ يې د هوا پر سړښت او سرپناه ته اندېښمن دي.
د لړم په ٤مه نېټه د سختې زلزلې له امله کابل او د هېواد شمال او شمالي ختيځ ولايتونه ولړزېدل چې څه باندې ١١٥ کسان په کې له منځه لاړل، څه باندې ٥٠٠ نور ژوبل شول او اووه زره د استوګني کورونه ويجاړ شوي دي.
سيمه ييزو چارواکو په بدخشان کې د دې طبيعي پېښې د مرګ ژوبلې شمېره ١٦ کسه بللې، ټپيان يې څه باندې ٦٠ کسه ښودلي او څه باندې ٢٧٠٠ کورونه په کې ويجاړ شوي دي.
د پژواک خبري اژاسن خبريال له کشم ولسوالۍ ليدنه کړې او د زلزله ځپلو وضعيت يې ناوړه بللى دى. دوى په ځانګړي ډول د سرپناه نشتوالي او د هوا سړېدو له امله اندېښنه لري.
د کشم ولسوالۍ په ګندم قول کلي کې د استوګنې شاوخوا ١٥٠ کورونه د زلزلې له امله ويجاړ شوي دي.
ځينې کورنۍ د خپلو ويجاړ شوو کورونو په ترميم بوختې وې، خو بيا هم زړه نازړه دي چې د هوا سړښت به يې د کورونو رغونې ته پرې نه ږدي او لږ تر لږه به د سړې هوا او واورې ورېدو نه خوندي وي.
مېرمنې او ماشومان هم له خپلو ماشومانو سره د کورونو په رغونه بوخت وو او کوښښ يې کاوو چې خپل ځان ته سرپناه جوړه کړي.
د ګندم قول کلي اوسېدونکى عبدالهادي چې له خسو او خځلو يې کور جوړ کړى او دا ډول کورونه په سيمه ييزه اصطلاح (خس کپه) بلل کېږي، وويل چې له خپلو اوو ماشومانو سره په ناسم وضعيت کې ژوند کوي.
هغه زياته کړه، غواړي چې د خپل کور يوه برخه ورغوي، خو فکر نه کوي چې د سړې هوا په سبب به هغه بشپړه کړي؛ ځکه چې له مازديګره وروسته او د شپې کمپلې ژوند نه کېږي. اوسمهال غرونه واورو پوښلي او په ژمي کې يو متر واوره ورېږي چې ژوند په کې ډېر ستونزمن کېږي.
د سيمې بل اوسېدونکي شوکت علي چې پښې يې په خټو لړلې وې، وويل:((موږ وېرېږو چې ماشومان به مو په ژمي کې له بې کورۍ ومري.))
دې اوسېدونکي زياته کړه چې د زلزلې په سبب يې خپل ټول شته له لاسه ورکړي او يواځې توانېدلي چې خپل ځان او ماشومان وژغوري.
هغه وايي چې يواځې د سرې مياشتې نه يې يوه خېمه ترلاسه کړې چې هغه هم ډېره وروسته ور رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان د سرې مياشتې ادارې په دوو ولسواليو کې ١٢ قلمه خوراکي او ژمني توکي په څه باندې ٣٠٠ کورنيو ووېشل.
د دې ادارې مشر عبدالله فايض وايي چې ١٥٠ کورونه د ګندم قول په کشم او ١٦٠ کورونه د ارغنچخواه ولسوالۍ په دښت پنګ کلي کې په بشپړ ډول ويجاړ شوي او وېشل شوې مرستې يواځې له همدې کورنيو سره شوې دي.
د هرې کورنۍ لپاره ٢٤ کيلوګرامه وريژې، ٤٠ کيلو اوړه، پنځه لېتره غوړي، دوه کيلو چاى، ١٠ کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره، يوه خېمه، يوه کمپله، يو ترپال، يو فرش (موکيت)، کورنۍ بسته او د ماشومانو د پوښاک توکي وېشل شوي دي.
زلزله ځپلي وايي چې دولت بايد د دوى لپاره ځاى پيدا کړي چې ژمى په کې تېر کړي.
خو د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د هر وژل شوي د کورنۍ لپاره د دولت له خوا پنځوس زره افغانۍ او د ويجاړو شوو کورونو لپاره ١٥ زره افغانۍ مرسته کېږي.
هغه زياته کړه، هڅه کوي چې موسساتو د زلزله ځپلو لپاره شلتر(لنډمهاله کورونه) جوړ کړي، خو دا کار هم وخت نيسي.
سيمه ييز چارواکي وايي، په جرم او يمګان ولسوالۍ کې چې ټيلېفوني شبکې په کې کار نه کوي لومړنۍ سروې څرګندوي چې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
د دوى په خبره، په جرم ولسوالۍ کې چې د زلزلې مرکز و، څلور کسان مړه شوي او ٢٤٠ کورونه وران شوي، په يمګان ولسوالۍ کې دوه تنه له منځه تللي او ٢٥٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
پاتې نوره مرګ ژوبله په ارګو، شغنان او وردوج ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سيمه ييزو چارواکو په خبره، د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ژمنه کړې چې د بدخشان له زلزله ځپلو سره لس ميليونه افغانۍ نغدي مرسته کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










