منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

وتلى سياستوال او مبارز افضل خان لالا ومړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٤): د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال او د پښتنو د حقونو علمبردار افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى.

افضل خان لالا چې د نېشنل عوامي ګوند مرکزي غړى هم و، د لړم په ١٠مه سهار وخته يې د اسلام اباد په يوه روغتون کې سا ورکړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړي سناتور افراسياب خټک په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د هغه د مړينې تاييد کړى دى.

هغه زياته کړې: ((د افضل خانان لالا مړينه د پښتنو لپاره لويه ضايعه ده، هغه د پښتنو د ملي يووالي اتل و، خو موږ به د هغه دغه تحريک ته ادامه ورکوو.))

د خيبر پښتونخوا ايالت سياسي څېره او مدني فعال ايمل خټک پژواک خبري اژانس ته وويل چې افضل خان لالا په دې وروستيو کې سخت ناروغ شوى و.

د نوموړي په وينا، افضل خان لالا تېره ورځ په بېړنۍ توګه د اسلام اباد په شفا نړيوال روغتون کې بستري شو، خو نن سهار د سختې ناروغۍ له امله يې سا ورکړه.

د ايمل خټک په وينا، هغه به نن مازديګر ناوخته په څلورو بجو د خيبر پښتونخوا ايالت د سوات سيمې په دروشخېله سيمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د افضل خان لالا د مړينې خبر په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې ډېر ژر خپور شو او سلګونو مينه وال يې د هغه پر مړينه غمرازي څرګنده کړه.

هغه په تېرو ١٥ کلونو کې د افغانستان له حکومت سره هم ډېرې ښې اړيکې درلودې او څو ځلې يې کابل ته سفرونه کړي وو.

کله چې پاکستاني طالبانو سوات سيمه ونيوله او هلته يې فعاليتونه زيات شول، نو افضل خان لالا يې پر ضد مقاومت وکړ او له سوات سيمې څخه ووت چې له امله يې څو ځلې پرې ځانمرګي بريدونه هم وشول، خو دى ترې روغ ووت. خو د کورنۍ ډېر غړي يې ووژل شول.

محمدافضل خان په ١٩٩٣١ زېږديز کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نېټه د سوات په دورشخېله کلي کې زېږېدلى و.

محمدافضل خان خپلې لومړنۍ زده کړې د سوات د سيدو شريف په