منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۴ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يوې بلې ترافيکي پېښه کې يو کس مړ او ١٤ نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۹۲ کتنې

سرپل (پژواک، ١١ لړم ٩٤): د سرپل چارواکي وايي، د سمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او ١٤ نور ژوبل دي.

د سرپل د والي وياند محمد پارسا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د بلخاب ولسوالۍ يو شمېر دولتي کارکوونکي او قومي متنفذين د ولايت مرکز ته د نوي والي د ليدو په موخه روان و چې د سمنګانو په دره صوف ولسوالۍ کې يې نن سهار شاوخوا نهه بجې فلاينکوچ موټر چپه شوى دى.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو تن ژوند له لاسه ورکړى او د يوې ښځې په ګډون ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

بايد وويل شي چې د بلخاب – سرپل ښار لاره د ناامنيو له امله بنده ده او خلک يې د سمنګانو د دره صوف له لارې د سرپل مرکز ته ځانونه رسوي.

د بلخاب ولسوال محمد امين شريف يار وايي، د يادې پېښې ټپيان د بلخ ولايتي روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوى دى.

د هغه په وينا، په پېښه کې يو قومي مشر اکبري مړ شوى دى.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې