منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک : که له ژمي مخکې خوراکي توکي را ونه رسيږي ناورين به رامنځته شي

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

فيروزکوه، باميان(پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د غور، دايکنډي او باميانو زيانمن خلک وايي چې که دولت د ژمي له را رسېدو او لارې بندېدو وړاندې دوى ته خوراکي او پوښاک توکي ور ونه لېږدوي، نو انساني ناورين به رامنځته شي.

په دې مرکزي او غرنيو ولايتونو کې ډېره واوره اوري او خلک يې په ژمي کې د لارو بندېدو، خوراکي او سون توکو له کمښت سره مخ کېږي.

خلک د واورو ورېدنې له امله له اقتصادي کلابندۍ سره مخ کېږي، د خوراکي او سون توکو بيې لوړېږي او له سختو ستونزو سره مخ کېږي.

د غور ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي مشر وايي چې همدا اوس واورو د فيروز کوه شاوخوا غرونه پوښلي او په لومړۍ درجه کې څه باندې اته زره کورنۍ او په دويمه درجه کې ٥٤٠٠ کورنۍ په ولسواليو کې مرستو ته اړتيا لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېڅ امکانات يې په لاس کې نشته چې لومړني توکي د ژمي له را رسېدو وړاندې ولسواليو ته ولېږدوي.

دادفر زياته کړه چې درنې واورې کابل- غورلاره، د ولسواليو لارې او ددې ولايت لرې پرتې سيمې بندوي او د ځمکې له لارې د مرستو رسول امکان نه لري.

د غور ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتو والي مشر وويل:((موږ ډېر مخکې د خلکو ټولې ستونزې دولت ته رسولې دي، خو تراوسه ورته پاملرنه نه ده شوې او که چېرته خوراکي توکي غور ته د زېرمه کولو لپاره ونه لېږدول شي، احتمال لري چې انساني ناورين رامنځته شي.))

د دولينه ولسوالۍ د شاه  جوى اوسېدونکي سيدشاه وويل چې سږ کال د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله ونه توانېدل چې کرکيله وکړي، مرستو ته سخته اړتيا لري.

هغه زياته کړه:((که چېرته دولت مرسته ونه کړي، خلک به بېځايه شي.))

هغه زياته کړه چې په تېر ژمي کې د خوارکي او سون توکو بيې دوه چنده شوې او حتى کورنۍ اړ شوې چې له نورو په پور پيسې واخلي او ګزاره حال ژمى تېر کړي.

د پسابند ولسوالي اوسېدونکي ګل محمد وويل چې تېر ژمى د يوې بورۍ پنځوس کيلو يي اوړو بيه درې زره افغانۍ وه، په داسې حال کې چې تر هغه وړاندې په ١٥٠٠ افغانۍ پلورل کېده.

هغه زياته کړه چې يوه بورۍ ٢٥ کيلويي وريجې چې پخوا په ١٧٠٠ افغانۍ وې، په ژمي کې يې بيه ٢٧٠٠ افغانيو ته رسېدلې وه.

له ژمې وړاندې يو کيلوګاز ٩٠ افغانۍ وو او په ژمي کې ١٤٠ افغانيو ته لوړ شو.

ګل محمد زياته کړه:((سږنى ژمى د تېرو کلونو په پرتله خطرناک دى، ځکه چې دوه مياشتې کېږي چې طالبانو د غور د مرکز لار له پسابند ولسوالۍ سره تړلې او که چېرته دولت سر له اوسه دا لارې خلاصه نه کړي او خوراکي توکي ونه لېږدوي، نو خلک به له لوږې ومري.))

طالبانو ويلي چې لاره يې د لنډ وخت لپاره د دولتي ځواکونو او کارکوونکو د تېرېدو د مخنيوي لپاره تړلې او خلک کولى شي چې له فرعي لارو تګ راتګ وکړي.

خو د پسابند خلک دا چاره د وسله والو مخالفينو اقتصادي کلابندي بولي او د پرانېستو غوښتنه يې کوي.

دغور والي سيما جوينده وويل چې ددې ولايت شاوخوا اتيا سلنه خلک له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او تېرو وچکاليو کروندګرو او مال لرونکو ته سخت زيانونه اړولي  دي.

ددې په خبره، په تېرو ١٤ کلونو کې غور ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، نو په همدې سبب خلک مرستو ته اړتيا لري.

مېرمن جوينده زياته کړه:((موږ د اړمنو کورنيو ستونزې له دولت او نړيوالو ارګانونو سره شريکې کړې او هيله من يو چې پاملرنه وشي، خو په ژمي کې له ستونزو سره مخ نه شو.))

د ويلو ده چې جاپان اوس د دوو ميليونو ډالرو په لګښت له سيمه ييزو چارواکو سره د لس لېږدوونکو وسايلو( دمټرک، ګريډر، سکواټر او لوډر) مرسته کړې، څو د سړکونو د ساتلو، مراقبت او واورو پاکونې په برخه کې ترې کار واخيستل شي.

دايکنډي هم له غور سره ورته جغرافيه لري او ژمى يې د خلکو لپاره ډېر ستونزمن وي.

د دايکنډي له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد رضا صادقي وويل چې په ژمي کې د بېړنيو پېښو لپاره  يواځې دوه نيم ميليونه افغانۍ لري چې په هېڅ صورت بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه:((زموږغوښتنه داده چې پنځه زره ټنه غنم او خوراکي توکي چې زموږ د رسمي غوښتنې له مخې له دولت څخه غوښتل شوي، دايکنډي ته ولېږدول شي، خو دا مرستې نه دي لېږدول شوې.))

صادقي زياته کړه چې د دايکنډي ستونزې زياتې دي، ګڼې کورنۍ په ژمي کې له ستونزو سره مخ کېږي او بايد موسسات او له پېښو سره د مبارزې ملي اداره د ژمي لپاره خپل اړين چمتو والى ولري.

د دايکنډي د ولايتي شورا غړي هادي رحيمي زاده هم وويل چې په کابل کې د چارواکو د کمې پاملرنې، د ميدان وردګو او پروان ولايتونو د غوربند درې د نا امنۍ له امله خوراکي توکي دايکنډي ته څه نه دي لېږدول شوي، ځکه خو اندېښنه ده چې په ژمي کې به  خلک له کوم ناورين سره مخ شي.

هغه زياته کړه چې سږ کال د کندهار لاره هم دايکنډي ته بنده وه او د اوړي وروستيو سېلابونو د خلکو کرکيله زيانمنه کړه او ګڼ خلک يې مرستو ته اړ کړي دي.

د ولايتي شورا دې غړي وويل چې څه موده وړاندې د خوړو نړيوال سازمان  (WFP) مشر دايکنډي ته راغى، دوى د خلکو ټولې غوښتنې او اړتياوې ورسره شريکې کړې، خو تر اوسه يې هېڅ لاسته راوړنه نشته.

د دايکنډي په ګاوڼدي ولايت باميانو کې هم د ژمي ساړه له دايکنډي کم نه دي.

د باميانو يوه اوسېدونکي رمضان احمدي وويل چې اکثره خلک د وزګارتيا له امله خوراکي توکو ته اړتيا لري او دا توکي بايد له واورو ورېدو وړاندې ولېږدول شي.

هغه وويل:((د باميانو ډېر خلک له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او سلګونه کورنۍ د بودا مجسمو شاوخوا سمڅو کې ستونزمن ژوند تېروي، که چېرته ورسره مرسته ونه شي، نو په ژمي کې به يې ژوند له خطر سره مخ شي.))

 د باميانو له طبيعي پېښو سره د چمتو والي اداره زياتوي چې يواځې يوه اندازه خرما او کورنۍ بستې يې ولسواليو ته لېږدولې دي، خو د ژمي د چمتوالي لپاره نور هېڅ امکانات نه لري.

ددې ادارې مشر محمدرضا رفعت وويل چې د دوى د سروې او ارزونې له مخې، ١٦٨٠٠ کورنۍ په ژمي کې له زيان سره مخ دي او شاوخوا ٢٥٠٠ ټنه توکي يې له کابل نه را غوښتي، خو تر اوسه هم دا توکي باميانو ته نه دي رسېدلي.

هغه زياته کړه چې همکارو موسساتو هم خپلې مرستې ولسواليو ته نه دي لېږلې او د دوى د کړنلارې له مخې، مرستې د پېښې د رامنځته کېدو پرمهال تر سره کېږي.

  رفعت خبردارى ورکړ:((که چېرته د لارو تر بندښت وړاندې په ولسواليو کې مرستې ځاى پر ځاى نه شي، نو له واورو ورېدو  وروسته به ډېره سخته وي چې د سختو لارو لرونکو ولسواليو ته دې ولېږدول شي.))

خو د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتو والي ادارې مرستيال محمد اسلم سياس وويل چې دوى ژمنى پلان ترتيب کړى او  خوراکي توکي لکه غنم، وريجې او بوره يې د غور، دايکنډي او باميانو په ګډون شپږو ولايتونو ته لېږدولي دي.

هغه زياته کړه چې د خوړو نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيواله اداره (IOM  ) هم په زيانمنو ولايتونو کې له خلکو سره د مرستو پروګرام لري.

سياس زياته کړه چې دوى د ناستو په ترڅ کې د توکو د لېږد پروسه تعقيبوي.

 

 

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې