منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۵ غ.م
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له پاکستانه کندهار ته راستنېدونکي کډوال دوه برابره شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کندهار (پژواک، ١٦ لړم ٩٤): له پاکستانه د کندهار د سپين بولدک له لارې د راستنېدونکو کډوالو شمېر دوه برابره شوى دى.

د کندهار د کډوالو چارو رييس محمد عظيم نوابي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې سږ کال د تېر کال په پرتله د راستنېدو کډوالو شمېر لوړ دى.

هغه زياته کړه، تېر کال د ١١٠٠ په شاوخوا کې کډوالۍ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته را ستنې شوې وې، خو سږ کال چې کال لا پاى ته نه دى رسېدلى د کډوالو ٢٣٠٠ کورنۍ را ستنې شوې دي.

د نوموړي په وينا، د تېر په پرتله ځکه د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې زياتوالى راغلى چې خلک د هېواد راتلونکي ته هيله مند شوي او له بله پلوه، په ګاونډي هېواد کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دى وايي، هغه کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او کمپونو کې مېشت دي، له بې کارۍ او د هغه هېواد د امنيتي ځواکونو له ناسم چلنده ځورېږي.

خو هغه خپګان وښود چې د راستنېدونکو کډوالو شمېر په داسې حال کې ډېر شوى چې حکومت له تېرو ١٤ کلونو راهيسې نه دى توانېدلى په کندهار کې د هغوى لپاره ښارګوټى جوړ کړي.

نوابي وويل: ((د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ١٢٠٠ جريبه او په دامان ولسوالۍ کې ٦٠٠٠ جريبه ځمکه د کډوالو لپاره ځانګړې شوې، خو له بده مرغه چې په دې دومره اوږده موده کې نه د ښارګوټو د جوړولو کارونه پيل شول او نه هغوى ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.))

هغه هيله وښوده چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ حکومت د کډوالو چار ته ژمن دى او د کډوالو وزير ژمنه کړې چې ډېر ژر به په کندهار کې د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل شي او کډوالو ته به د استوګنې ځمکې ورکړل شي.

ده دا هم په وويل چې له کډوالو سره تر دې مهاله يوازې او يوازې د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيوال سازمان UNHCR د اړتيا وړ بېلابېلو توکو او نقدي مرستې کړې دي.

د کندهار د کډوالو چارو رييس د جګړو له امله د بې ځايه شوو کډوالو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه ولايت له بېلابېلو ولسواليو او دغه راز له هلمند او روزګان ولايتونو څخه د راغلو کډوالو کوربه هم دى.

هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې له يادو شوو ولايتونو څخه د جګړو او وچکاليو له امله شاوخوا ٨٠٠٠ کډوال کندهار ته راغلي چې دغلته په بېلابېلو ولسواليو او د ښار په ځينو څنډو کې استوګن دي.

دى وايي، دغه کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي، د سر پناه ځايونه نه لري، کار او روزګار نه ورته موندل کېږي، ماشومان يې زده کړو او روغتيايي خدماتو ته لاسرسى نه لري، خو حکومت له دوى سره هم د مرستو توان نه لري.

د ده په خبره، له دغو بې ځايه شوو کډوالو سره څو ځله د مرستندويه موسسو له لارې مرستې شوي، خو کافي نه دي.

نوموړي د بې ځايه شوو کډوالو د شمېر په ډېرېدو اندېښنه وښودله او ويې ويل دغه لړۍ روانه ده او په دې وروستيو کې د کندهار له غورک، د روزګان او هلمند له يو شمېر ولسواليو څخه شاوخوا ٦٥ کورنۍ د وروستيو جګړو له امله کندهار ښار ته راغلي دي.

په کندهار کې څو کلونه مخکې د هېواد د شمالي ولايتونو زرګونه کډوال هم مېشت وو چې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې له خوا ورته په ژيړۍ ولسوالۍ کې کمپونه جوړ شوي وو او له هغوى سره يې وخت په وخت مرستې کولې.

د کډوالو چارو رييس وايي، مرستندويه ادارو له دغو کډوالو سره تر ٢٠٠٦ کال پورې مرستې وکړې او وروسته يې پرې خپلې مرستې ودرولې او هغوى يې اړ کړل چې نور نو خپلو مېنو ته ستانه شي.

نوموړى زياتوي، د مرستندويه ادارو او حکومت په مرسته ډېرى دغه کډوال بيرته خپلو ولايتونو ته ستانه کړاى شول، خو لا هم د ١٢٠٠ کورنيو په شاوخوا کې دغه کډوال په ژيړۍ ولسوالۍ کې پاتې دي، چې اوس ورسره هيڅ راز مرستې نه کېږي.

نوابي وايي د کندهار د کډوالو چارو رياست لويه او جدي ستونزه دا ده چې د کلونو کلونو په تېرېدو يې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو ژمنې ورکړې، خو تشو ژمنو هغوى ناهيلي کړي، په کار ده حکومت نور د هغوى انتظار پاى ته ورسوي او ژر تر ژره د کډوالو پر ښارګوټي کار پيل کړي.

دغه راز نوموړي غوښتنه وکړه چې په خپله د کډوالو چارو رياست هم د دې جوګه شي چې په

بېړنيو حالاتو کې له خپلو کډوالو سره مرستې وکړي.

دى وايي، اوس مهال حکومت له کډوالو سره د مرستندويه ادارو له خوا مرستې کوي، چې هغوى ډېر مهال ځان ته شرايط لري او په هر ډول حالاتو کې حاضر نه دي له کډوالو سره مرستې وکړي.

دغه ټکي ته په پام هغه زياتوي چې د کډوالو چارو وزارت بايد په ولايتونو کې خپلو رياستونو ته د مرستې کولو امکانات برابر کړي، ځکه دا د دولت دنده ده چې په سختو حالاتو کې د خپلو خلکو لاسنيوى وکړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال