کابل(پژواک،١٨ لړم ٩٤): طبيعي پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزير وايي چې لا هم د افغانستان له ٢٠تر ٢٥ سلنې پورې خاوره پر ماين او چاودېدونکو توکو ککړه ده او که په دې برخه کې اړينه بوديجه چمتو نه شي، نو د ماين پاکولو پروګرامونه موخې ته نه شي رسېدلى .
ويس احمد برمک، دا موضوع نن په کابل کې د افغانستان، ايران، اذربايجان او تاجکستان د ماين پاکۍ د سيمه ييزو بنسټونو په ناسته کې څرګنده کړه.
هغه وويل، سره له دې چې په دې برخه کې په افغاسنتان کارونه شوي، خو لا هم څلور زره ساحې چې پراخوالى يې ٥٠٠ کيلومتره مربع کېږي او د هېواد د خاورې شاوخوا ٢٠ تر ٢٥سلنې برخه جوړوي، بېلابېلې سيمې يې په چاودېدونکو توکو او مايونو پوښلې دي.
برمک وويل، هر کال له ٥٥ تر ٦٠ ميليون ډالرو پورې پيسو ته اړتيا ده چې په هېواد کې د ماين پاکۍ پروګرامونه مخته لاړ شي، خو اوسمهال دا بهير د بوديجي د کمښت په سبب له ستونزو سره مخ دى.
سرچينې دې ستونزې ته په اشارې وويل:((هر وخت چې د نړيوالې ټولنې له خوا مالي سرچينې د ماين پاکۍ موسساتو په واک کې ورکړل شي، نو موږ نه شو کولى هغه ژمنه چې تر ٢٠٢٣ کال پورې مو له ماين نه د خالي افغانستان له اړخه نړيوالې ټولنې سره کړې، عملي کړو.))
هغه زياته کړه چې دوه مياشتې وروسته به د سويس په ژنيو ښار کې په يوه نړيواله ناسته کې ګډون وکړي او د نړيوالې ټولنې له استازو به وغواړي چې په دې برخه کې اړينې مرستې وکړي.
په افغانستان کې د ماين پاکولو د ملي او نړيوالو موسسو د کمېټې مشر کفايت الله ابلاغي وويل، په کندهار، هلمند، بدخشان، کندوز، فارياب، هرات او ځينو مرکزي ولايتونو کې پر ماين پوښلې ساحې شته دي.
د هغه په خبره، اکثره ماين لرونکې ساحې په وروستيو درې لسيزو( په ١٣٨٠ لمريز کال کې د حکومت له رامنځته کېدو وړاندې) مودې پورې پاکې شوې، خو په وروستيو کې په ځينو سيمو کې يو ځل بيا ماينونه خښ شوي چې د اندېښنې وړ دي او بايد پاملرنه ورته وشي .
د ابلاغي د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٦ کلونو کې د ماين پاکولو پروګرام له پيل وړاندې هره ورځ له ٢٠ تر ٢٥ پورې کسان قرباني کېدل خو اوسمهال دا شمېره له دوو تر درېيو راټيټه شوې ده.
سرچينې زياته کړه ، اټکل دا دى چې په دې موده کې شاوخوا يو ميليون غير پوځي وګړو ته د ماين او چاودېدونکو توکو د چاودنې په سبب مرګ ژوبله اوښتې او ١٨٩ ماين پاکان وژل شوي او ٩٧٧ نور معيوب شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










