نن ورځ افغانان د پخوا په پرتله ډېر انځورونه اخلي.او په میلیونونو دغه انځورونه د لنډ لیکلی پیغام له لارې او یا هم دانټرنېټ له لارې په (انلاین )توګه له نورو سره شریک کېږي. په دي انځورونو کې ډېر داسي انځورونه هم شامل وي چې ډېر په زړه پورې او د طبيعي او کلتوري میراث له پلوه ډېر بډای وي.خو زموږ انځورونه زموږ د کلتور په اړه څه وایی؟ څرنګه موږ خپل زیرک تیلیفونونه اوکامرې وکاروو ترڅو موږته د افغانستان داسې کیسی بیان کړي چي موږ پری ویاړو.
په عمومي ډول افغانستان د جګړو اوشخړوځای ګڼل کېږي، مګر افغانان په دې پوهیږي چې حقیقی کیسي بل ډول دي. دا هیواد د فوق العاده ښکلا او آرامۍ ځای دی. چې د نړی ډېر پخوانی کلتوری روایتونه پکښی سره مخلوط شوي دي، چې خورا ښکلي مناظر پکې شتون لري، چې ښایست، افتخار، او دراتلونکولپاره لوړي هیلي یې د ملت له ځانکړتیاوو څخه دی. افغانان د خپلې غوره راتلونکي لپاره ډېرهیله من دي.
په نوموړی سیالۍ کې برخه واخلئ تر څو ښه انځورونه د انځورګرانو، دفکر خاوندانو، او نورو کسانو لخوا راټول او د افغانانو کلتوري میراث نور هم وځلوئ.
نوموړې سیالي د کوریا هیواد له خوا تمویلیږي او د یونسکو اودافغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا په لاره اچول شوې. زموږ موخه کلتور ته د خلکو پام اړول او زموږ په شا او خوا کې دهغی طبیعی ښکلار بډای کول دي چې له پامه غورځول شوی او یا هم د جګړو په دوران کې له یاده وتلې ده. د خپلو انځورنو په رالیږلو سره مرسته وکړئ چې له سولې او آزادۍ څخه ډکه فضا بیرته رامنځته کړو.
شرایط او ضوابط:
لاندې یاد شوی قواعد او ضوابط د افغانستان د انځورونو د ملي سیالۍ لپاره د تطبیق وړ دی. د سیالۍ ګډونوال او کاندیدان مکلف دي، چې لاندې یاد شوی قواعد او ضوابط په بشپړه توګه په پام کې ونیسي .
ځوک کولای شی چه ګډون وکړی :
هر شخص کولای شي ګډون وکړی (افغان یا بل څوک چې،په افغانستان کې اوسیږی او یانه اوسېږي) خو د یونسکو کارکوونکې (چې دنده یي دایمي وی یا لنډمهالی،او سنی کارکوونکې وی یا پخوانی )په سیالی کې ګډون نه شي کولی.
کوم انځور استولای شی
۱- شامل شوي مواد باید د افغانستان طبیعی او کلتوری ښکلا او د هغې ماهیت وړاندې او وځلوي . په دې سره کولای شو کلتوری میراث لا بډای کړو لکه مجسمی، د معماري آثار، مجسمی جوړونه، نقاشی، پخوانی میراثي کتابونه او تاریخی اثار چې تاریخ پوری اړه لری. همدارنګه نه لمس کیدونکی کلتوري میراثونه لکه نمایشي هنرونه، موسیقی، نڅا، ټولنیز دودونه، جشنونه، کلتوري جوړښتونه، او صنعت منځته راوړنه،طبعی میراثونه لکه منظری او سیمې چې د ښایست پيژندنی، قوم پيژندنی،انسان پيژندنی او علم له پلوه مهمی دی.
۲- هر ګډونوال کولای شي تر لسو (۱۰) پورې انځورونه (مواد) په یوه کټګوری کې شامل کړي.
۳- انځور باید په تیرو دریو کلونو کې اخیستل شوی وي د بېلګې په ډول : وروسته د ۳۰ میزان ۱۳۹۱ څخه تاسې کولای شئ د انځور رنګ جوړ او یا تصفیه کړئ، خو د انځور په محتوا او متن کې باید د ډیجيټل له نظره لاس کاري یا درغلي ونشي.
د انځورونو د استول ځرنګوالی
۱- نوموړی سیالي په دوو مختلفو کټګوريو وېشل کېږي: (د کامرې انځورونو کټکوري) او (د موبایل انځورونو کټګوري) د نوموړو انځورونو هر یوه کټګوري به په بیل ډول څیړل او فیصله کیږي، ټول انځورونه باید په ډیجیټل ډول را واستل شي.
ګډونوال مکلف دی چې د انځورونو د راټولولو او د سیالی په دواړو ډولونو (کټګوریو) کې د شاملولو په دوران کې ټول مالي لګښت په خپله غاړه واخلي.
۲- د کامرې د انځورونو ډول (کټګوري) کې د ګډون لپاره باید انځورونه په دې بریښنالیک : ([email protected]) له لارې راولیږئ او د فایل شریکولو (file sharing) لکه WeTransfer یا Dropbox څخه استفاده وکړئ.
ګډونوال باید د انځور( فایل) نوم د انځورګر په نوم ونوموي، او همدارنګه د انځور شمیره د یو ځخه تر لس پوری او ورپسې د هغه ښار نوم یادونه وکړي چې نوموړي انځور پکۍ اخیستل شوی دی.
د بېلګې په ډول هغه انځورنو (فایلونو) نومونه چې د محمدی لخوا په بامیان ولایت کې اخیستل شوي پدې ډول نومول کیږي:
(Muhammadi1Bamyan)، (Muhammadi2Bamyan) او داسې نور…
پدې کتګوری کې د انځورونو د شاملولو لپاره ضروري ده چې د انځورونو اندازه باید د 20MB څخه زیاته نه وي او شکل یې JPEG یا JPG وي او اوږد والی یې کم تر کمه 300dpi په 2000pixels کې وي.
۳- د موبایل انځورونو ډول ( کټګورۍ) کې د ګډون لپاره باید نوموړي انځورونه په فیسبوک پاڼه (www.facebook.com/Showusyourafghanistan) کې واچوي.
پدې ډول سیالی کې انځورونه باید د موبایل یا ټابلیټ په وسیله واخیستل شي، د موبایل د انځورونو اوږد والی باید کم تر کمه 5MB نه یې اندازه زیاته نه وي.
۴- ټول لاندینی یاد شوي معلومات باید مشخص او واضح وي:
- د انځورونو د سیالی په کوم ډول ( کټګورۍ) کې ګډون کوي (کامره/موبایل)
- د انځورګر نوم
- د انځور د اخیستنې ځای او کال
- که امکان ولري، باید لږ وضاحت ورکړل شي چې نوموړی انځور ولې د افغانستان ویاړ ګڼل کیږي؟
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










