منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په نيمروز کې د تندر لوېدو له امله يوه مېرمن وژل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

زرنج (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): په نيمروز ولايت کې د تندر لوېدو له امله يوه مېرمن او ماشوم يې ووژل شول.

دا ٢٢ کلنه مېرمن چې دوه ماشومان يې لرل او خاوند يې غريبکار دى، پرون د نيمروز ولايت مرکز زرنج کې ووژل شوه.

د مېرمنې کاکا ګل احمد وايي، د مېرمنې خاوند غوښتل چې د خره په واسطه بازار ته لرګي يوسي، مېرمن يې کړکۍ پرانيستې وه او ورته ويلي يې وو چې باران دى راوګرځه په همدې وخت کې تندر په کړکۍ ولوېد او ښى لاس يې تور کړ چې وروسته بيا مړه شوه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کور دېوال يوه برخه هم د تندر له امله  زيانمنه شوې ده.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس ډاکتر نوراحمد شېرزاد وايي چې د مېرمنې مړى روغتون ته نه دى راوړل شوى او د معلوماتو له مخې نوموړې د زرنج ښار خواجه کريم سيمه کې د تندر لګېدو له امله وژل شوې ده.

د زرنج ښار اوسېدونکي محمدعمر وويل نن د برېښنا نيولو له امله يو ماشوم  وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې ځمکه لمده وه او کله چې ماشوم د برېښنا له لين سره تماس ونيو، ځاى پر ځاى يې ساه ورکړه.

محمدعمر زياته کړه چې کورنۍ بايد خپل ماشومان هر وخت د برېښنا له لين سره له تماس نيولو څخه منع کړي.

د نيمروز کرنې رييس محمداکبر شريفي  وويل چې سږ کال مني کې دا دويم ځل باران دى چې لومړى ځل پنځه ملي متره او اوس څه باندې ١٨ ملي متره اورېدلى دى.

د يادونې ده چې روان کال پسرلي کې دوه ښځې او دوه ماشومان د دايکنډي ولايت په کيتي ولسوالۍ کې چې د کور پر کړکۍ يې تندر راغورځېدلى و، ووژل شول او يو ١٨ کلن ځوان ټپي شو.

فزيک پوهان وايي کله چې د وريځو دوه سترې ټوټې د يو بل له څنګه تېرېږي؛ د مثبت او منفي چارجونو له کبله يو بل سره ټکر کوي او تندر رامنځ ته کېږي، په پايله کې له لوړ غږ سره يوه رڼا او حرارت رامنځ ته کېږي.

که ساه کښ موجود د دغه ټکان په اوږدو کې واقع شي، يا سوځي او يا يې زړه درېږي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې