منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۱ غ.و
۹°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

۱۵۰ تنه انجینران د ودانیزو پروژو دپاره خپل د توپوګرافي د سروې مهارتونو ته سمون ورکوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

مزارشریف، د بلخ ولایت، د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د میاشتې ۱۱مه نیټه – ددې دپاره چې سړکونه، پلونه او ودانۍ په بریالیتوب سره ودان شي انجینران دې ته اړتیا لري چې توپوګرافیک معلومات راټول او تحلیل کړي. د تیرې میاشتې په ترڅ کې د شپږو شمالي ولایتونو د بیلابیلو سکتوري ریاستونو د ۱۵۰ تنو نه زیاتو انجینری کارپوهانو د توپوګرافیکې سروې د وسیلو په کارولو کې خپل مهارتونه نوي کړل.  نن وروستۍ کورس په مزارشریف کې پایته ورسید، او انجینران اوس کولای شي خپله پوهه په محلي بیخبنایي پروژو کې په کار واچوي. المان د سیمه ایز بیخبنا د پراختیا (RIDF) د پروګرام له لارې تخنیکی مرسته برابره کړه او د دې روزنې لګښت یې چې ۱،۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي تمویل کړ.

دغه انجینران چې د توپوګرافیکې سروې په روزنیز کورس کې برخه اخیستې وه د بدخشان، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان او تخار ولایتونو په سکتوري ریاستونو پورې اړه لري. د کورس محتوا د اقتصاد، د کلیو د بیارغونې او پراختیا، پوهنې، فواید عامې، برښنا او او اوبو د ریاستونو د اړتیاوو او د رود د حوضې او ښاروالیو د غوښتنو سره سمون درلود.

د نوموړې روزنې په ترڅ کې، برخه والو د توپوګرافیکې سروې د هغو وسیلو څخه کارواخیست کوم چې په بیخبنایي پروژو کې ورځنې کار اخیستل کیږي لکه جی پی اس (GPS)، تیودولایت او د لیولنګ سیستمونه. نوموړو انجینرانو همداراز زده کړل چې څنګه په لاس راغلي معلومات کمپیوتر ته شامل کړي او وروسته یې تحلیل کړي. هغوی وکولای شول چې خپل تمرینونه د یوې واقعي ودانیزې پروژې په انګړ کې ترسره کړي او په دې توګه یې زده کړل چې څنګه  په راټول شوي معلوماتو باندې هم د تخنیکي له نظره او هم په عملي توګه ځای په ځای پوه شي.

د روزنې برخه والو د معلوماتو د راټولولو او تحلیل ترڅنګ د کار د یوه ډیر با امنه چاپیریال دپاره د ودانولو په سیمه کې د مصئونیت د مسئلو په باب خبرې اترې وکړې. یوه ګډون کوونکي داسې وویل: "د ودانولو په ساحه کې د مصئونیت د سمون په باب ډیر ښه نظریات ورکړل شول. کله کله د مصئونیت د پلۍ کولو کار سخت او ګران هم ندی."

په مزارشریف کې د روزنې د پای ته رسولو نه وروسته د کورس یو برخه وال چې د کندز څخه راغلی وو داسې وویل: "په دغه روزنیز کورس کې ما خپلو ما د سروې د وسیلو د کارونې مهارتونو ډیر سمون ورکړ. هغه څه چې ډیر زیات ارزښت لري دادی چې زه اوس دا احساس کوم چې زه هغه په هغو معلوماتو باندې چې د سروې له لارې  یې په لاس راوړم پوهیږم او کولای شم هغه تفسیر کړم. دا کار د بیخبنایي پروژو د منجمنت دپاره ډیر ارزښت لري. زه هیله لرم چې خپله پوهه په کار کې په عملي توګه وکاروم."

نوموړی روزنیز کورس د المان د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا(RDC) د ګډ پروګرام یوه برخه جوړوي چې   د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې او د سیمه ایز بیخبنا د پراختیا د وجهی صندوق (RIDF) له خوا پلۍ کیږي چې  دKfW   د پراختیایي بانک له لارې  تمویلیږي او د  Joint Venture Grontmij-GOPA-INTEGRATION  د ګډ شرکت  له خوا د افغانستان د وزارتونو او ولایتي  ادارو په ګډون پلۍ کیږي.  هم RCD  او هم RIDF  د المان او افغانستان د ملګرتیا نمونې دي چې ډیر سازمانونه چې د المان د پراختیایي همکارۍ پروګرامونه پلۍ کوي په ګډې همکارۍ  په بریالیتوب  سره یوځای کارکوی.
 

Released by the PR-Unit of the German Cooperation with Afghanistan.

For further information please contact: [email protected]

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې