منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زلزلې بيا د افغانستان ځينې سيمې ولړزولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۹ کتنې

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): تېره شپه د افغانستان په ځينو سيمو کې يو ځل بيا زلزله وشوه چې د ريښتر ۵،۹ درجې اټکل شوې ده.

دا زلزله د شپې شاوخوا ١٠ بجې او ٤٥ دقيقې په کابل، ختيځو ولايتونو او ځينو شمالي ولايتونو کې محسوس شوې ده.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د افغانستان او تاجکستان تر منځ غرنۍ سيمې وې او د ريښتر په کچه ٥،٩ درجې زلزله وه.

د کابل ښار يو اوسېدونکی  عزت الله وايي چې دوى په خواږه خوب ويده وو چې د زلزلې ټکان راپاڅول.

هغه زياتوي چې ګاونډيان يې هم له خپلو کورونو  ووتل او د خلکو په منځ کې وېره خپره شوه.

دغه راز د جلال اباد اوسېدونکى ذبيح الله وايي چې د شپې له خوا دوى هم زلزله محسوس کړه او خلک له خپلو کورونو ووتل.

دغه زلزله تېره شپه د پاکستان په پېښور ښار او شاوخوا سيمو کې هم محسوس شوې ده.

د يادونې ده، تېره مياشت د لړم په ٤مه د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٠٠ زيات ژوبل شول.

تر دې سختې زلزلې وروسته هره اونۍ دوه درې ځلې سپکې زلزلې کېږي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې