کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د غور والي وايي، سره له دې چې طالبان خوځښتونه لري او امنيت ګډوډوي، خو غير قانوني وسله وال د خپل منځي جګړو په سبب خلکو ته سخت زيان اړوي.
سيما جوينده چې د روان کال په چنګاښ مياشت کې د غور د والي په توګه وټاکل شوې وايي چې د دې دښمنيو له منځه وړل او د بېلابېلو قومونو تر منځ شته خپل منځي شخړو په له منځه وړو کې يې مهم رول لوبولى دى.
د ولسي جرګې دې پخوانۍ غړې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې د غور خلک يو له بل سره شخړه لري، خو د طالبانو پر خوځښتونو سربېره خلکو د خپل منځي جګړو په سبب ځانونه بدبخت کړي دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د شاوخوا ٣٥٠٠ وسله والو مخالفينو سربېره ٤٥٠٠ غر قانوني وسله وال په ١٠٣ ډلو کې په دغه ولايت کې فعال دي چې د امنيت د راتلو او قانون پلي کېدو مخنيوى کوي.
د غور والي وايي چې د ډېرو سترو قومونو تر منځ چې له کلونو راهيسې يو بل له بل جلا شوي وو، د يو بل منلو روحيه يې په کې دود کړې ده، کله يې چې په خپل منځ کې پخلاينه کړې، نو د قومونو مشران يې را غوښتي او ډالۍ يې ورکړې دي.
د هېواد په کچه دې دويمې والي زياته کړه: ((کورنۍ جګړې د دې لامل شوې چې توليدات ونه لري، اقتصاد مو خراب شي؛ ځکه نو د خپل منځي شخړو د حل په موخه سږ کال د شخړو د هواري شورا چې شپېته غړي لري، جوړه کړې، تر اوسه يې ګڼې قضيې حل کړې او د ځينو نورو قضيو پر حل کار روان دى.))
مېرمن جوينده وويل، د ښکېلو قومونو له ډلې تايمني او رضا، مرغابي له مرغابي، غلماني له مرغابي، چهارسده يي له مرغابي، الله ياري له الله ياري او د ملا مصطفى وسله وال له قوماندان پهلوان سره ښکېل وو چې غير قانوني وسلې لري او امنيت ته خطر دي.
د غور والي وايي: ((دغو قومونو پخوا هم په خپلو منځو کې يو بل وژل، پر ناموسونو يې تېري کول، د يو بل ونې، څرځايونه او کښتونه يې سوځول، که څه هم اوس دا موضوعات کم شوي، خو غير قانوني وسله وال او موازي حکومتونه د غور د خلکو ښکاره دښمنان دي.))
دا په داسې حال کې ده چې دوې مياشتې وړاندې د تايمني او رضا قومونو د شخړو د حل شورا په وسيله يو بل سره پخلا شول. دوى چې د غور په مرکز او دولينه ولسوالۍ کې مېشت دي، له شپږو کلونو راهيسې يې يو له بل سره نښتې کولې چې له امله يې له دواړو خواوو ١٣٠ ښځې او ماشومان وژل شوي وو.
د ښمنو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سربېره شاوخوا زر کورنۍ بې ځايه شوې او شل ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
د غور والي وايي، د امنيت راوستو، نشه يي توکو د له منځه وړو، د پوهنې غوړېدو، د اسلام او قانون له نظره د ښځو حق او حقونو په برخه کې يې زيات کارونه کړي، خو دا چې غور يو پراخ ولايت دى او له شپږو نا امنو ولايتونو سره پوله لري، نو امنيتي وضعيت يې د اندېښنې وړ دى.
مېرمن جوينده وويل: ((په غور کې د امن فضا د رامنځته کولو لپاره د شپې له خوا کليو او لرو پرتو سيمو ته ځم، د دولينه ولسوالۍ شاه جوى سيمې ته لاړم، څو سرتېري وهڅوم، د شهيدانو کورنيو ته ورغلم، ټپيان مې وليدل، د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو سره مې يو څه مرستې وکړې.))
وروسته له هغه چې يو شمېر خلکو لاريون وکړ او د امنيت په برخه کې يې د غور د والي د بې کفايتۍ او د هغې د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه، تېره مياشت نوموړې له پوځي جامو او وسلې سره د دولينه ولسوالۍ نه ليدنه وکړه او ويې ويل: ((افغان ښځې به د ملالۍ په څېر له خپلو امنيتي ځواکونو سره په مرچلو کې دي.))
د غور والي چې اوسمهال په کابل کې ده، د نا امنۍ بل لامل د سړک او برېښنا نشتوالی وباله او ويې ويل چې د ننګونو د کمښت لپاره يې کابل ته سفر کړى او يو اندازه مرستې يې ترلاسه کړې دي.
په دې برخه کې د ټولګټو وزارت ١٠ لېږدوونکي وسايط او برېښنا شرکت د برېښنا يو نوى ماشين دغه ولايت ته د مرستې په ډول ورکړي دي.
مېرمن جوينده وايي چې د نشه يي توکو د له منځه وړو په برخه کې يې ناستې درلودې، جرمونه کم شوي او د دولت تر واک لاندې ساحو کې د کوکنارو کښت نشته.
هغې د مېرمنو د ژوند په اړه وويل: ((د غور ولايت مېرمنې خپل ځانګړي محروميتونه لري، په بدو کې ورکول کېږي، د مال او اموالو په بدل کې پلورل کېږي، د ټاکنې او زده کړو حق نه لري، د پلار او خاوند له ميراث نه په بشپړ ډول محرومې دي، ژور هڅو ته اړتيا لري، څو په دې برخه کې يې کار پايله ورکړي.))
د غور والي زياته کړه چې په ټول غور کې محدود شمېر ښځې له کوره بهر کار کوي، هغې په څو ناستو کې يې د ادارو له رييسانو سره يادونه کړې چې مېرمنې دې کار ته جلب کړي، څو په دولتي ادارو کې کار وکړي چې شاوخوا ١٠ تحصيل کړې نجونې د پوهنې رياست د ليک لوست زده کړې په برخه کې جذب او ګومارل شوې دي.
مېرمن جويندې د رخشانې د سنګسار په اړه وويل، هغه سيمې ته لاسرسى او امکانات نه لري چې رخشانه په کې سنګسار شوې، دا سيمه د غور د مرکز په ٦٠ کيلومترۍ کې پرته ده.
مېرمن رخشانه د لړم په دريمه د غور د مرکز په فيروزکوه ښار اړوند د غلمين اودک کلي کې په عام محضر کې سنګسار شوه.
دا ١٩ کلنه مېرمن چې د خپلې خوښې خلاف يوه ٤٥ کلن شپانه ته نکاح شوې وه، د خپل واده په څلورمه ورځ د طالبانو له خوا سنګسار شوه او هغه هلک چې له دې سره تښتېدلى و، له سلو دُرو وهلو وروسته خوشي شو.
د جوينده په خبره، دا سنګسار د ځايي طالب قوماندان مولوي يوسف په فتوا ترسره شو او په سنګسار کې يې د طالبانو د غړو ملا هاشم او سعديار په ګډون څه باندې شل کسه ښکېل وو چې ټول مجرمين دي.
د رخشانې مور حنيفه چې له خپل خاوند، دريو لوڼو او يوه زوى سره له غلمين سيمې تښتېدلې او د غور د والي په کور کې اوسېږي. ويلي: ((طالبانو رخشانه زما په مخکې په ډېر وحشت سنګسار کړه، د طالبانو تر ډبرو لاندې به د هغې چيغې هېڅکله رانه هېرې نه شي.))
د رخشانې د سنګسار ويډيو هم خپره شوه او طالبان په کې ښکېل وبلل شول، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د غور والي د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې او تر دې وړاندې يې د کلو پراختيا وزارت د کارکوونکې په توګه هم دنده اجرا کړې ده.
نوموړې د غور په کاشي سيمه کې زېږېدلې، د ښوونځي لومړنۍ دوره يې په کاشي او د دارالمعلمين دوره يې د غور په مرکز کې تېره کړې ده.
نوموړې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده چې شپږ لوڼې او درې زامن لري.
د ويلو ده چې سږ کال معصومې مرادې هم د دايکنډي د والي په توګه کار پيل کړ او تر دې وړاندې حبيبې سرابي د باميانو د والي په توګه دنده اجرا کړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










