منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۹ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې ترافيکي پېښې ٧ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کندهار ( پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤ ) : د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره تخته پُل ولسوالۍ ته څېرمه د يوې ترافيکي پېښې له امله  درې تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادې شوې ولسوالۍ د تور کوتل په سيمه کې د ملکي وګړو يو سراچه موټر له يوه تراکتور او بيا ټېلر موټر سره ټکر شوى چې ٧ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه زياته کړه، د معلوماتو له مخې سراچه موټر سپين بولدک ولسوالۍ ته روان و چې د تېز تګ له امله د چلوونکي له کنټروله وتلى او له امله يې ټکر رامنځته شوى دى.

دى وايي، په دې پېښه کې درې تنه (يوه مېرمن او دوه نارينه)  مړه شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي، چې د پوليسو په مرسته روغتون ته رسول شوي دي.

د دراني په خبره، د ترافيکو مديريت خپل ټيم ساحې ته لېږلى، څو د پېښې پلټنه وکړي.

دغه راز تېره ورځ د کندهار- اروزګان پر لاره د شاوليکوټ ولسوالۍ په ساحه کې هم ترافيکي پېښه شوې، چې په کې د کندهار  درې تنه ممثلين او د هغوى موټر چلوونکى ټپيان شوي دي.

درانى وايي، ټپيان د پوليسو له خوا ميرويس روغتون ته رسول شوي دي.

د کندهار فلم مشر جاوېد وطنيار پژواک اژانس ته وويل، درې تنو ممثلينو عبدالنافع افتاب، سلطان محمد او عبدالرووف له خپل موټر چلوونکي سره يو ځاى اروزګان ولايت ته د يوې تمثيلي ټوټې د اجرا لپاره پر لاره وو چې د سورلۍ موټر يې له بل موټر سره ټکر کړى.

دى وايي، په دغه ترافيکي پېښه کې څلور واړه ټپيان شوي او بيا روغتون ته رسول شوي چې اوس يې روغتيايي حالت ښه دى.

د يوه بل خبر له مخې، په نېش ولسوالۍ کې يو قومي مشر له  انسان تښتوونکو ژغورل شوى دى.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء درانى وايي، د انسان تښتوونکو يوې ډلې د نېش يو قومي مشر حاجي بايزيد تښتولى و، چې د خلاصون لپاره يې پوليسو او ملي اردو په ګډه عمليات وکړل.

هغه زياتوي، انسان تښتوونکي له لنډ مقاومت وروسته وتښتېدل، خو قومي مشر روغ رمټ را خلاص شو.

دى وايي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې د انسان تښتوونکو دغه ډله ونيسي.

په يوه بله پېښه کې بيا د کندهار ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د سيلو په سيمه کې يو وګړى له  درې کيلوګرامه هيرويينو سره نيول شوى دى.

درانى وايي، نيول شوى کس جمعه خان نوميږي ، د تخار ولايت اوسېدونکى دى چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي، څو معلومه شي چې دغه کس هيرويين چېرې او د څه لپاره لېږدول.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم په همدې ساحه کې له يوه ٣٠٣ موټر څخه ١١ کيلوګرامه مورفين تر لاسه شوي وو چې د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار سيمې د يوه اوسېدونکي حاجي ولک له خوا نيمروز ولايت ته لېږدول کېدل.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې