اسعداباد (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): په کونړ ولايت کې د يوه کور د چت لوېدو له امله د يوې کورنۍ يوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ولسوال محمدحنيف خيرخواه د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د ولسوالۍ د پشد دمن په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ياد کور د تېرې مياشتې په زلزله کې زيانمن شوی و او تېره شپه يې د يوې خونې چت ولوېد چې له امله يې دری تنه مړه او اته نور ژوبل شوي دي.
دى وايي چې په مړو کې يوه ښځه او دوه ماشومان او په ټپيانو کې څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه لويان شامل دي.
ولسوال وايي چې دغه کورنۍ له ماڼوګي ولسوالۍ بېځايه شوې وه او دلته اوسېده.
د يادونې ده، د تېرې مياشتې په زلزله کې په ټول هېواد کې ١١٥ تنه مړه او تر ٥٠٠ زيات ټپيان شوي وو.
په کونړ کې د يادې زلزلې له امله ٣٣ تنه مړه او ١٠٥ نور ژوبل شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










