منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ټولنيز فعال او ورځپاڼه ليکونکى اسماعيل اکبر ومړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): پخوانى افغان ورځپاڼه ليکونکى، فرهنګي فعال او سياستوال محمد اسماعيل اکبر د ورپېښې ناروغۍ له امله د ٦٤ کلونو په عمر په کابل کې ومړ.

نوموړي په بېلابېلو دورو کې ټولنيزې او سياسي مبارزې کولې، خو د حفيظ الله امين د حکومت پر مهال د سياسي فعاليتونو به سبب زنداني شو او د سردارمحمد داوود خان تر دورې پورې يې په زندان کې هم خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

 د حفيظ الله امين د حکومت پر مهال له ټولنيزو او سياسي فعالينو څخه و چې خپلو دغو مبارزو ته يې په وروستيو دورو کې هم دوام ورکړى و.

له نوموړي د ګڼو فرهنګي او سياسي ليکنو تر څنګ د ((فصل اخر)) په نوم يو چاپي اثر هم پاتې شوى دى.

اکبر په ١٣٣٠ لمريز کال کې د جوزجان ولايت د اقچې ولسوالۍ په حيدراباد کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

نوموړى په بېلابېلو وختونو کې د (صلح)، (نداى اسلام) او (طلوع افغانستان) جريدو مديريت هم ترسره کړى دى.

هغه په پاکستان کې د کډوالۍ پر مهال هم فرهنګي فعاليتونه درلودل او د (صداى امروز) په نوم خپرونه يې چلوله.

اکبر که څه هم اوسمهال د عمر د لوړوالي او ناروغۍ په سبب کمزورى شوى و، خو د ليکوالۍ او په رسنيو کې د بحثونو له لارې يې د ملي ترمينالوژۍ، ملي مسايلو او اصلاحاتو لپاره ليکنې او بحثونه کول.

ټاکل شوې چې نوموړى نن (د ليندۍ ٩مه) په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې