درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): د کابل ښار د منډوي په سيمه کې لګېدلى اور مړ شو، خو له امله يې ګڼ شمېر هټۍ وسوځېدې او درانه مالي زيانونه يې واړول.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي د پېښې په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې دغه اور لګېدنه نن له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو لومړى د حاجي زرداد د بوټ، چپلکو او اسفنج د پلور په سراى کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوه.
دى وايي، که څه هم اطفاييه ژر سيمې ته ورسېده، خو له دې امله چې په سراى کې ياد توکي ژر اور اخلي او اور کنټرول نه شو.
هغه وويل چې په دې سيمه کې د معياري سړک نه شتون هم د اور په مړه کېدو کې د ځنډ لامل و.
د ده په وينا، دغه اور د زرداد سراى څنګ ته د سيدحبيب الله سراى ته هم ورسېد او د بوټو او قرطاسيې د پلور د دغه سراى ځينې برخې يې هم وسوځولې، خو د نور سرايت مخه يې ونيول شوه.
عيني شاهدان وايي چې په منډوي کې د ميرعلم په نوم د بوټ او چپلکو د پلور او کشمشو سرايونو ځينې هټۍ هم د دې اور له امله زيانمنې شوې دي.
عبدالرحمن رحيمي، چې نن له غرمې وروسته په نږدې درېيو بجو يې خبرې کولې، وويل چې اوس اور مړ شوى او يواځې د زرداد سراى په تهکاو کې اور شته چې ژر به مړ کړل شي.
ده وويل چې د زرداد په سراى کې اتيا هټۍ سوځولې دي.
د دې اورلګېدنې د زيانونو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.
د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندان وايي، تر اوسه نه شي ويلاى چې په دې اورلګېدنه کې ټول څومره زيان اوښتى دى.
خو د حاجي زرداد سراى ته څېرمه د ريحان مارکېټ هټۍ وال محمدحنيف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زرداد سراى يواځې په يو منزل کې شاوخوا ٨٠ هټۍ دي.
دى وايي چې په دې سراى کې کېداى شي ټولې شاوخوا ٣٠٠ هټۍ وي، چې ټولې سوځولې دي.
ده وويل چې د سيدحبيب الله او ميرعلم په سرايونو کې هم يو شمېر هټۍ سوځولې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










