ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستۍ زلزلې د شېرخان بندر پول زيانمن کړى

وروستۍ زلزلې د شېرخان بندر پول زيانمن کړى

author avatar
5 Dec 2015 - 14:50
وروستۍ زلزلې د شېرخان بندر پول زيانمن کړى
author avatar
5 Dec 2015 - 14:50

کندوز (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): د کندوز ولايت د شېرخان بندر د پول يوې برخې د وروستۍ زلزلې له امله زيان ليدلى، د ګمرک مشر او سوداګر له دولت نه غواړي چې د ترميم په برخه کې يې اقدام وکړي.

شېرخان بندر د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى چې له تاجکستان سره د نښلېدو دغه پول د امو سيند له پاسه جوړ شوى چې ٦٧٠ متره اوږدوالى او ١١ متره پلنوالى لري.

ياد پول د امريکا په ٣٠ ميليونه ډالره مرستې جوړ شوى او د ١٣٨٦ لمريز کال په لړم مياشت کې په رسمي ډول پرانیستل شو.

د شېرخان بندر د ګمرک مشر شهاب الدين بارو وويل چې دغه پول د سوداګريزو توکو په لېږد را لېږد کې اړينې اسانتياوې رامنځته کړې، خو يوې پايې يې د وروستۍ زلزلې له امله درز کړى دی.

د روان کال د لړم په څلورمه نېټه د ریښتر په ٧.٧ درجې زلزلې کابل او د هېواد شمال او شمال ختيځې سيمې ولړزولې چې له امله يې ١١٥ کسان مړه شول، څه باندې ٥٠٠ کسه نور ژوبل شوي او د استوګنې اووه زره کورونه ويجاړ شول.

د شېرخان بندر د ګمرک مشر د شېرخان بندر د مامورينو د ستونزو او ننګونو د اورېدو غونډې ته په خبرو کې خبردارى ورکړ چې که د دغه پله په اساسي ترميم کې ژر تر ژره اقدام ونه شي، د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ به اړيکې پرې شي.

ملي او نړيوال سوداګر خپل سوداګريز مالونه د دغه بندر له لارې د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ، مرکزي، اسيا او فارس خليج څخه افغانستان ته واردوي.

د شېرخان بندر ګمرک مشر وويل چې اوسمهال پر دغه پله تګ راتګ کوي، خو که ترميم نه شي، نو امکان لري چې د صادراتو او وارداتو پروسه پرې بنده شي.

هغه د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزير محمدالله بتاش او د ولسمشر له استازي غوښتنه وکړه چې د دغه پول د ترميم په برخه کې اقدام وکړي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزير وويل چې ددغه پول له زيان يې له نږدې ليدنه کړې او د فوايد عامې  وزارت ته وړانديز کوي چې د پول دا برخه ډېر ژر ترميم کړي.

بتاش چې د يوه پلاوي په مشرۍ د بېلابېلو برخو د ستونزو د حل په موخه شېرخان بندر ته تللى، د ښاروالۍ لپاره د ځمکې او د افغانستان بانک د څانګې نشتوالى، د ښاري ماسټر پلان پلي کېدل، د ښار ګوټي جوړول او په دې بندر کې د سوداګريزو کارونو لپاره د امنيت ښۀ کېدل، له ستونزو وبلل او زياته يې کړه چې دا ستونزې او مشکلات به په کابل کې له اړوندو چارواکو سره شريک کړي چې د حل په برخه کې يې اقدام وشي.

د عبدالرازق په نوم يوه سوداګر وويل چې دغه پول د سوداګريزو کارونو لپاره مهم او بنسټيز رول لري او بايد د ترميم په برخه کې يې ژر اقدام وشي که نه سوداګر به سخت زيان وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.