چاريکار (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٤): د سالنګ لويه لاره د واورې او توندو بادونو له امله د ترافيکو پرمخ تر سبا سهاره پورې تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر جنرال رجب، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده لاره يې نن له مازيګر وروسته د سالنګونو په دواړو خواوو کې د واورې او تېزو بادونو له امله د مسافرينو د خونديتوب په موخه تړلې ده.
نوموړى وايي، د دې پېښې له امله د سالنګونو په دواړو خواوو (د پروان د جبل السراج له لوري د تاجيکانو سيمه او د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ملخان سيمه) کې ګڼ شمېر موټر ولاړ دي.
ده زياته کړه، د هواپېژندنې ادارې يې وړاندوينه کړې، چې دا بادونه به د سبا سهار تر څلورو بجو پورې دوام ومومي.
د هغه په وينا، تردې وخته پورې به منتظر شي، که بادونه کم شول، نو لاره به بېرته خلاصه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن