منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۳ غ.و
۲۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ايران کې د ترافیکي پېښې له امله يو شمېر افغانان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

زرنج (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٤): په ايران کې د څو موټرو د ټکر امله له فغانستان څخه ايران ته يو شمېر تازه ورغلو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ايران کې د امان الله په نوم يوه افغان کډوال په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې دا ترافيکي پېښه نن له غرمې وروسته د ايران د بلوچستان ايالت په خاش ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه ويلي ، اووه موټر چې افغانان يې په قاچاقي ډول ايران ته لېږدول، يو له بل سره ټکر شوي او په پايله کې يې ځينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امان الله چې د دې خونړۍ او بوږنوونکې پېښې د موټرو او مړو ته منسوب تصويرونه يې د پژواک په واک کې ورکړل، د قربانيانو شمېر يې څرګند نه کړ او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې څو موټر سوځېدلي دي.

خو د نيمروز اوسېدونکى حبيب الله وايي چې ورور يې د ايران په خاش ښار کې کډوال دى او د خپلو سترګو ليدلی حال کې وايي چې په دې پېښه کې ٢٠ افغان ځوانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې د پنځو کسانو مړي په موټر کې سوځېدلي او ټپيان د ايران زاهدان روغتون ته لېږدول شوي چې د ځينو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى دى.

حبيب الله وايي، څرګنده نه ده چې دا فغانان ايران ته د کار لپاره تلل که د ايران له لارې ترکيې او اروپايي هېوادونو ته روان وو.

تېره مياشت د تهران- قم ښار لارې په اوږدو کې د افغان غير قانوني کډوالو بس موټر له ترافيکي پېښې سره مخ شو چې له امله يې ٢٠ کسان مړه او لس نور ژوبل شول.

يوه مياشت وړاندې هم دوه کسان  په نيمروز ولايت کې د يوه ٣٠٣ موټر د چپه کېدو لپاره دوه کسه مړه او ٢٥ نور ژوبل شول. دوى هغه کسان و چې له کابل نه نيمروز او بيايې ايران ته د تګ هوډ کړى و.

د ويلو ده چې په دې وروستيو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو يو شمېر ځوانان د ايران سره د ګاونډي ولايت نیمروز او له هغه ځاى نه ايران او بيا ترکيې او اروپا ته ځي.

دا پروسه تر تېرې مياشتې پورې ډېره چټکه وه او د قاچاق وړونکو په خبره، هره ورځ شاوخا درې زره کسان  له هېواد د نيمروز پاکستان، ايران او اروپايي هېوادونو ته ځي چې له دې ډلې يې شاوخوا زر کسان ښځې او ماشومان جوړوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې