کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۹۴): د سالنګ لویه لار چې پلازمېنه کابل له شمال او شمال شرق سره نښلوي، له شاوخوا شلو ساعتونو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
دغه لاره پرون مازديګر د توپان او واورې ورېدو له امله تړل شوې وه او سلګونه مسافر وړونکي، بار وړونکي او شخصي موټر د سالنګ دواړو خواوو ته ولاړ وو.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوول دګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده لاره نن غرمه ۱۲ بجې د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه او ولاړو موټرو یو په بل پسې حرکت کړی دی.
هغه زياته کړه چې لاره یې د مسافرو د خوندي والي په موخه بنده پرېیښې وه.
وسایط د پروان د جبل السراج په تاجکان او د دوشي په ملخان سیمو کې د سالنګ دواړو غاړو ته ولاړ وو او سپرلي وايي چې شپه یې په ستونزه په سړه هوا کې په هوټلونو کې تېره کړه.
یو مسافر شعیب چې له خپلې کورنۍ سره له کابله مزارشریف ته روان وو، وویل: ((موږ تېره شپه د جبل السراج په هوټل کې په سړه هوا کې تېره کړه.))
هغه زياته کړه چې مسوولینو ويلي وو چې دغه لاره به نن سهار وختي خلاصه کړي، خو دا دی د غرمې ۱۲ بجې خلاصه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په موسم کې سالنګونه د ترافیکو پر مخ د سړې هوا او واورو له امله تړل کېږي او مسافر له ستونزو سره مخ کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










