هرات (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٤): په هرات ولايت کې يو ښځه او خاوند د خپل واده په شپه د ګازنيونې له امله مړه شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون وياند ډاکتر محمدرفيق شېرزي د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې نوې جوړې مړي روغتون ته ور وړل شوي دي.
شيرزي زياته کړه چې ٢٤ کلنه ناوې او ٢٥ کلن زوم تېره شپه د هرات ښار د باباجي په سيمه کې ګاز نیولي او مړه شوي دي.
نوموړي د دې پېښې په اړه نور جزئيات ورنه کړل.
سرچينې که څه هم دا په روان کال کې د ګازنيونې لومړۍ پېښه وګڼله، خو ویې ويل چې په تېرو کلونو کې هم د ژمي پر مهال د ورته پېښو له امله د هرات ځيني اوسېدونکي مړه شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون وياند هېوادوالو ته سپارښتنه کوي چې د سون توکو د کارونې پر مهال له پاملرنې کار واخلي او د شپې له خوا دې د ډبرو سکارو له بخاريو کار نه اخلي.
خو د هرات ځيني اوسېدونکي وايي چې د برېښنا د نشتوالي له امله اړ دي چې له ګازه کار واخلي.
دوى د برېښنا رياست له چارواکو غواړي چې د برېښنا د ورکړې په برخه کې زياتې هڅې وکړي، څو د ژمي په سړو کې خلک د ګاز کارولو ته اړ نه شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










