کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۹۴) : تېره شپه په پلازمینه کابل او د هېواد په نورو برخو کې سخته زلزله وشوه، چې له امله یې خلک له خوبه راویښ او له کورونو څخه ووتل.
دا زلزله د شپې په ۱۱ بجو او شاوخوا ۴۸ دققیقو وشوه، مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکامش ولسوالۍ د هندوکش غرونو کې و.
د امریکا د زلزلې سنجونې ادارې ویلي چې یاده زلزله د ریختر په کچه ۶،۲ وه د افغانستان ترڅنګ په پاکستان او هندوستان کې هم محسوسه شوې .
تر زلزلې وروسته په ټولنیزو شبکو کې هر یوه پخپلو سیمو کې د سختې زلزلې یادونه کوله.
تر اوسه د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې مخکې د زلزلې له امله ۱۱۵ هېواد وال مړه او تر ۵۰۰ زیات ټپیان شوي وو، تر دې زلزلې وروسته په تیرو څو میاشتو کې تر ۳۰ زیات نورې زلزلې شوې دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










