کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي چې په افغانستان کې د داعش ګواښ ډېر جدي نه دى؛ ځکه چې د دې ډلې کړنې د افغانانو له کلتور سره اړخ نه لګوي.
د ناټو ځانګړي استازي اسماعيل اراماز دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
هغه په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د شتون او فعاليتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په اوس وخت کې د دې ډلې ګواښ دومره جدي نه دى.
ده زياته کړه: ((تر اوسه افغانستان ته له عراق او سوريې څخه، چېرې چې د داعش ډلې مرکزونه دي، د بهرنيو وسله والو د راتګ په اړه کوم راپور نه دى ورکړل شوى، خو د داعش ډلې قوي څارنه په کار ده.))
د ناټو ځانګړي استازي وويل چې د پخواني جهادي مشر استاد سياف په ګډون ګڼو کسانو د داعش او وسله والو طالبانو فعاليتونه غير اسلامي بللي او زیاتوي چې د دې ډلې مفکوره د افغانانو له کلتور او عنعناتو سره توپير لري.
هغه پر دې خوښي څرګنده کړې چې دوه مياشتې مخکې په کابل کې د علماوو په ملي کنفرانس کې ګڼو علماوو په افغانستان کې د تاوتريخوالي او وينې بهېدنې پر ضد څرګندونې وکړې، دا يو ښه پرمختګ دى، خو په دې برخه کې بايد نور کار وشي.))
نوموړى وايي: ((زه هم مسلمان يم او د يوه مسلمان په توګه د قران کريم پر ١٠٩ سورت عمل کوم، چې په کې راغلي (تاسو ته ستاسو دين او ما ته زما دين) ټول مسلمانان بايد پر دې عمل وکړي.))
هغه زياته کړه چې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد په خپل وخت کې له غير مسلمو او نورو قبايلو سره چې څه ډول معاملې کړې، بېلګې يې ډېرې دي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز د افغانستان وروستيو امنيتي حالاتو ته په اشارې سره وويل چې ٢٠١٥ ډېر سخت کال و، په دغه کال کې افغان ځواکونو ته د امنيت ټول مسووليتونه وسپارل شول.
هغه زياته کړه چې د لومړي ځل لپاره افغانانو په دغه کال کې ټول عمليات په خپله قومانده او د خپلو ځواکونو له خوا ترسره کړل.
دى وايي چې افغان ځواکونو د خپل هېواد د امنيت او ثبات مسووليت پر غاړه اخيستى ، په ښه توګه يې پر مخ وړي او د وسله والو مخالفينو د لويو بريدونو نه يواځې مخه يې نيولې، بلکې هغوى يې نه دي پرېيښي چې خپلو موخو ته ورسېږي.
خو اسماعيل اراماز وويل چې افغان ملي ځواکونه اوس هم روزنې، مشورې او همکارۍ ته اړتيا لري او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت په همدې برخه کې له افغان ځواکونو سره کار کوي.
د نوموړي په وينا، د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د روانې مياشتې په لومړيو کې د خپلې غونډې پر مهال پرېکړه وکړه چې په راتلونکي کال کې به خپل اوسني سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
هغه زياته کړه: ((د بهرنيو چارو وزيرانو دغه پرېکړه له افغانستان سره د ناټو سازمان د کلکو ژمنه بېلګه ده.))
د ناټو ملکي استازي د افغان ځواکونو د وړتياوو په اړه وويل چې یاد ځواکونه په ثابته او ښه توګه د پرمختګ په حال کې دي، دوى مسلکي روزل شوي او پياوړي دي، په ځانګړې توګه د افغان ځانګړو ځواکونو وړتيا د ستاينې وړ ده.
د هغه په وينا، افغان ځانګړو ځواکونو د ترهګرو د ځپلو، له منځه وړلو او د پراخو ځانګړو عملياتو په ترسره کولو کې مهم رول لوبولى دى.
خو اسماعيل اراماز وويل چې دوى ځيني مهال او په ځانګړې توګه د عملياتو په پلانولو، قوماندې، کنټرول او ځينو نورو برخو کې اوس هم د ناټو مرستې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې ناټو او متحدينو يې د تېرې يوې لسيزې پر مهال له افغان ځواکونو سره پراخې مرستې کړې دي او دې مرستو ته يې ادامه ورکړې ده.
د ناټو ملکي استازي وويل: ((په ١٩٧٨ کال کې د افغانستان اردو ړنګه شوه، اوس افغانان د دغه غلط کار بيه پرې کوي، خو ناټو او متحدين يې اوس پر دې هڅو کې دي چې د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه بېرته پر خپلو پښو ودروي او ځواکمن يې کړي.))
اسماعيل اراماز د افغانستان د هوايي ځواک په اړه وايي چې دا به وخت اخلي، څو پيلوټان او نور تخنيکي کسان په ښه توګه وروزل شي.
د هغه په وينا، افغان ملي ځواکونو ته د نورو الوتکو تر څنګ اېم ډي ٥٣٠ ډوله چورلکې ورکړل شوې چې په روان کال کې يې ښې لاسته راوړنې هم درلودې.
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د پرمختګونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز وويل: ((زه باور نه لرم چې طالبان به هلمند ونيسي، هغوى ډېره هڅه کوي، خو دا لاسته راوړنه به ونه لري.))
نوموړي له افغان ملي دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې وسله وال طالبان يې پرې نه ښودل چې د افغانستان کومه مهمه سيمه د اوږدې مودې لپاره په خپل کنټرلو کې وساتي.
د ناټو ملکي استازي هغه وړاندوينې رد کړې چې ګواکې د ٢٠١٦ کال پر مهال به وسله وال طالبان وکولى شي کوم ولايت ونيسي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه بايد متحد وي ، سياسي ملاتړ له ځان سره ولري او زه متیقین يم چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت دغه کار کوي.))
هغه د شخصي ملېشو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا به د حکومت واکمني او کنټرول تر سوال لاندې راولي او هغه لاسته راوړنې زيانمنوي چې افغانانو په تېرو ١٤ کلونو کې ترلاسه کړې دي.
اسماعيل اراماز وويل چې دغه ډول ملېشې بايد د افغان ملي ځواکونو په چوکاټ کې فعاليت وکړي او د هغوى تر کنټرول لاندې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










