منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد کې د زلزلې له امله ١٢ کسان ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۵ مرغومی ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د تېرې شپې د سختې زلزلې له امله ١٢ کسان ټپيان شوي دي.

تېره شپه د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون په شمال ختيځ، ختيځو، مرکزي او سوېل ختيځو ولايتونو کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې خلک له خوبه راويښ او له کورونو ووتل.

دا زلزله د شپې شاوخوا ۱۱ بجې او ۴۸ دقيقې وشوه، مرکز يې د بدخشان د اشکمش په ولسوالۍ کې و.

د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې ويلي چې ياده زلزله د ريښتر په کچه ۶،۲ وه د افغانستان تر څنګ په پاکستان او هند کې هم محسوسه شوې ده.

تر زلزلې وروسته په ټولنيزو شبکو کې هر يوه په خپلو سيمو کې د سختې زلزلې يادونه کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې د تېرې شپې د زلزلې له امله ١٢ کسان ټپيان د جلال اباد روغتون ته وړل شوي وو.

هغه زياته کړه چې لس ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او دوه نور اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د خوږياڼي په وينا، ټول ټپيان د جلال اباد ښار له شاوخوا سيمو څخه راوړي شوي وو او يو شمېر محصلين هم په کې وو.

تر اوسه له نورو سيمو د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د يادونې ده، څو مياشتې مخکې د زلزلې له امله ۱۱۵ هېوادوال مړه او تر ۵۰۰ زيات ټپيان شوي وو، تر دې زلزلې وروسته په تېرو څو مياشتو کې تر ۳۰ زيات نورې زلزلې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې