منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

۵.۳ درجې زلزلې د هېواد مرکز او ځينې ولايتونه ولړزول

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

کابل(پژواک ۱۲ مرغومي ۹۴): يو ځل بيا د ريشتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان د مرکز په ګډون يو شمېر ولايتونه ولړزول.

دغه زلزله نن له غرمې وروسته په يوه بجه او پنځلسو دقيقو رامنځته شوه.

د افغانستان د جيولوجي او سروې رياست سرپرست محمدطاهر رضايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم په ولسوالۍ کې و.

د راپورنو له مخې، دغې زلزلې د هېواد مرکز او ډېرو ولايتونو او د ګاونډي هېواد پاکستان  ځينې سيمې لړزولې دي.

تر اوسه د دې زلزلې د زيانونو راپور نه دى ورکړل شوى.

د روان کال د لړم په څلورمه د ريشتر په کچه ٧.٧ درجې او د مرغومي  په پنځمه د ريشتر په کچه ٦.٣ درجې زلزلې هم د هېواد يو شمېر ولايتونه ولړزول . د دې زلزلې مرکز هم په بدخشان کې و.

 د راپورونو له مخې، د لړم د څلورمې په زلزله کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ۱۱۵ تنه  مړه او تر ۵۰۰ زيات ټپيان شوي وو.

 خو د مرغومي د پنځمې په زلزله کې په ننګرهار کې ١٣ تنه ټپيان شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې