اسعداباد (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٤): د کونړولايت له زلزله ځپلو کورنيو سره د متحده عربي اماراتو له لوري د ٣٠ ميليونه افغانيو په ارزښت د توکو مرسته وشوه.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د مرغومي په ١٦مه د دې مرستو د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل، دا مرستې چې خوراکي او غير خوراکي توکي دي د متحده عربي اماراتو د يوې مرستندويې ټولنې خليفه بن زايد ال نهيان له خوا رالېږل شوې وې.
هغه زياته کړه چې دا مرستې د دغه ولايت پر ٢٥٠٠ زلزله ځپلو او په نورو پېښو کې پر زیانمنو کورنيو باندې ووېشل شوې.
دى وايي، دا مرستې په داسې حال کې رسېدلې چې د سخت ژمي له امله خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
والي وويل چې هرې کورنۍ ته ١١زره افغانيو په ارزښت توکي چې په کې څلور تختې درجه کمپلې، پنځوس کيلوګرامه وړه، لسو کيلوګرامه غوړي، لس کيلوګرامه وريجې، لس کيلوګرامه لوبيا او لس کيلوګرامه بوره ورکړل شوې.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وږمې ساپۍ پژواک ته وويل چې دوى به په راتلونکي کې هم له دې خلکو سره د مرستو هڅې کوي.
د دلاور خان په نامه يوه تن چې مرسته يې ترلاسه کړې وه، پژواک ته وويل، چې د تېرې سختې زلزلې پر مهال يې د کور يوه برخه ويجاړه شوې او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د کور په رغولو کې ورسره مرستې وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










