منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سرپل کې د قم کوتل لاره له څو ورځو راهیسې واورو بنده کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

سرپل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٤): له څلورو ورځو راهيسې په سرپل کې د "قم کوتل" لاره د واورو له امله د ترافيکو پر مخ تړلې او د امنيتي ستونزو له امله تر اوسه د واورو پاکولو ماشينونه هلته نه دي رسېدلي.

دغه کوتل د سرپل ولايت مرکز د دغه ولايت د سانچارک ولسوالۍ له لارې له بلخاب ولسوالۍ سره نښلوي.

د بلخاب د مرکز يوه اوسېدونکي محمدعلي اخلاقي، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لاره په ياده سيمه کې د واورو او توفان له امله څلور ورځې مخکې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې ده.

دى وايي، که د دې لارې د پرانيستې لپاره ژر اقدام ونه شي، نو د بلخاب اوسېدونکي به د اړينو توکو له کمښت سره مخ شي.

د سرپل د ولايتي شورا غړي محمدحسين مجاهدزاده هم د يادې لارې پر تړلو اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د بلخاب ولسوالۍ ځينې ناروغان له همدې لارې د ولايت مرکز او سانچارک ولسوالۍ ته د درملنې لپاره لېږدول کېږي.  

دى وايي چې په بلخاب کې هم يو روغتون شته خو اړتيا نه شي پوره کولاى.

د سرپل د ټولګټو رياست مشر انجنير زلمى رحيمي وايي چې د يادې لارې د پرانستې لپاره د واورو پاکولو اړين ماشينونه د سرپل په مرکز کې شته، خو امنيتي وضعيت ته پام اړينه ده چې د لېږد لپاره يې امنيتي ځواکونه مرسته وکړي.

دى وايي چې دغه ماشينونه ځکه تر اوسه ياد کوتل ته نه دي لېږدول شوي، چې امنيتي ځواکونه د سرپل د مرکز په ځينو سيمو او صياد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد په پوځي عملياتو بوخت دي.

هغه وويل هڅې کوي چې د واورو پاکولو ماشينونه ژر قم کوتل ته ولېږدول او ياده لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپل د امنيې قوماندانۍ له چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې