منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۵ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د واده د موټر چپه کېدو له امله ١٥ تنه مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۹ کتنې

اسعد اباد ( پژواک، ١٩ مرغومى ٩٤) : په کونړ ولايت کې ديوه واده د موټر د چپه کېدو له امله ١٥ ملکي وګړي مړه شوي دي.

دا پېښه د مرغومي په ١٩مه، د کونړ ولايت په چپه درې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د چپې درې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان په يوه ډاډسن موټر کې د واده مراسمو کې د ګډون لپاره روان و، چې د غره په يوه پېچومي کې يې موټر اوښتى او لاندې غورځېدلى دى.

هغه زياتوي، چې په دې پېښه کې ١٤ تنه مړه او ٦ نور ژوبل شوي و، چې يو تن ټپي د جلال اباد  روغتون ته پر لاره د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي په وينا، مړه او ټپيان ټول لويان او نارينه دي.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر احسان الله فضلي وايي چې له يادې پېښې ورته دوه جسدونه او پنځه ټپيان راوړل شوي و، خو يوه ټپي ساه ورکړه. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې