منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په نشه يي توکو روږدي يوتن د سړې هوا له امله ساه ورکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۴۹ کتنې

میمنه(پژواک، ٢٥مرغومى ٩٤) : د فارياب ولايت په مرکز ميمنې ښار کې په نشه يي توکو روږدي يوتن تېره شپه د سړې هوا له امله ساه ورکړه .

د ميمنې ښار يوتن امنيتي مسوول وويل چې دغه په نشه يي توکو روږدي تن تېره شپه تر يوه پله لاندې ساه ورکړې او جسد يې نن سهار د افغان ترک روغتون ته انتقال شوى دى.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل چې تراوسه ددغه تن هويت نه دى په ډاګه شوى .

خو تر ياد پله لاندې يو شمېر نورو روږدو کسانو وويل چې مړ شوى تن رستم پهلوان نوميده ، ٤٥کاله عمر يې درلود او د ګرزيوان ولسوالۍ د ګاوکي سيمې اصلي اوسېدونکى و .

په نشه يي توکو روږدو يادو کسانو ادعا وکړه چې د رستم پهلوان د مرګ يو لامل څو ورځې مخکې د پوليسو له خوا د هغه وهل و ، چې بيا يې درملنه ونه شوه .

خو د فارياب پوليس دغه ادعا ردوي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې