منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کامه کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د يوې کورنۍ ١٢غړي ټپيان شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۹ کتنې

جلال اباد (پژواک ، ٢٥مرغومى ٩٤) په ننګرهار ولايت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ ١٢غړي ټپيان شوي دي .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د مرغومي په ٢٥مه پژواک اژانس ته وويل چې ياده پېښه تېره شپه د دغه ولايت د کامې ولسوالۍ د کندهاريو په سيمه کې رامنځته شوې ده .

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون ١٢تنه ټپيان شوي ، چې په ټپيانو کې ددوو تنو روغتيايي حالت نازک دى.

ده په وينا ، چې پېښه هغه مهال د امداد الله په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي په کور کې رامنځته شوه ، چې د ګاز ډبه يې د اور نغري سره نږدې ايښې وه .

د خوږياڼي په خبره، چې د پېښې ټپيان  روغتون ته  لېږدول شوي، دوه تنه تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې لس تنه نور  تر درملنې لاندې دي.

خو د کندهاريو د سيمې يوه اوسېدونکي او خبريال  ياسر شريفي پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يوه ټپي ماشوم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده .

د هغه په خبره ، په دې پېښه کې ٩تنه ټپيان شوي ، چې په ټپيانو کې يوه د امدادالله خور او نور يې اولادونه  دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې