منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۸ غ.و
۱۴°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د نننۍ پرېکړې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

١٣٩٤/ مرغومې/ ٢٨ د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، په هېواد کې د ځوانانو د ستر خوځښت په توګه د هېواد په بیلابیلو مسائیلو کې یې خپل دریځ روښانه کړی او دا ځل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو د ټاکنو د مهال ویش د اعلان په اړه خپل دریځ په دې توګه اعلانوي:

 د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه د ټاکنییز نظام د سمون د غوښتنې ترڅنګ ټینګار کوي، چې اوسني ټاکنییز خپلواکه کمیسیونونه په یو ډول خپل اعتبار د خلکو پر وړاندې له لاسه ورکړی او تر هغه مهاله، چې دا کمیسیونونه خپل اعتبار او اعتماد یو ځل بیا و نه رغوي، د هغوی لخوا د هر ډول ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال ویش اعلان به نه یوازې موږ ته د منلو وړ نه وي؛ بلکې په ټول هېواد کې به د یو شمېر ناخوالو زیږنده هم شي.

 د راتلونکي کال د تلې میاشت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کیدل نه یوازې ناوخته ده، بلکې د ملي یووالي د حکومت مشروعیت هم تر سوال لاندې راځي. دا مهال ویش موږ ته د منلو وړ نه ده او وړاندیز کوو، چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د دوبي په پیل کې ترسره شي، څو له یوې خوا د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړیدو لپاره نصاب تکمیل شي او له بلې د ملي یووالي د حکومت د مشروعیت د پای ته رسیدو وړاندې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه شي.

 د ملي یووالي حکومت؛ د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه، د افغانستان د حراست او ثبات شورا، ، د ټاکنو په برخه کې فعالو مدني بنسټونو په څیر له نورو ملي مدني خوځښتونو سره هیڅ راز سلا مشوره نه ده کړې او د ټاکنو په څیر د هېواد په ملي مسائیلو کې د یادو مدني ټولنو او خوځښتونو  سلا مشورو ته نه پاملرنه او په خپل سر د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د مهال ویش اعلان ستونزې را زیږوي او له یادو سیاسي او مدني خوځښتونو سره باید له سلا مشورو وروسته د ټاکنو مهال ویش اعلان شي.

د سمون او بدلون لپاره د ځوان فعالینو شبکه یو ځل بیا ټینګار کوي، چې تر هر څه وړاندې باید د ټاکنیزو خپلواکو کمیسیونونو کې سمون را منځته شي او له هغه وروسته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهال ویش اعلان کړي.

 

په درنښت

د سمون او بدلون لباره د ځوان فعالینو شبکه

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول رسنيزې خبرتياوې