منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سترې محکمې د عالي شورا غړى دين محمد ګران ومړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۷ کتنې

کابل (پژاوک، د سلواغلې لومړۍ نېټه ٩٤): د سترې محکمې د عالي شورا غړى او د ټاکنيزو کمېسيونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې مشر ومړ.

د ګران يوه خپلوان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نوموړي د زړه ناروغي درلوده او پرون شپه  ٩:٣٠ بجې د زړه  حملې له امله ومړ.

دين محمد ګران دوه کاله وړاندې د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته د ولسي جرګې باور رايه ترلاسه کړه او د سترې محکمې له خوا د غوراوي کمېټې ته د غړي په توګه ور وپېژندل شو چې د روانې (مرغومي) مياشتې په لسمه يې د دې کمېټې مشري هم ترلاسه کړه.

ګران په ١٣۱۹ کال کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي له قضايي او ديني علومو څانګې فارغ شوی و او د مصر د الازهر له پوهنتونه يې ماسټري اخيستې وه.

نوموړي په پاکستان کې د ملي سولې تولنې د غړي، د اسلامي زده کړو د عمومي مشر، د شرعياتو پوهنځي د استاد، په پېښور کې  د دعوت او جهاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال، د همدغه پوهنتون د مالي او اداري مرستيال او ... په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړي د دې تر څنګ څو کاله د مدافع وکيل په توګه دنده ترسره کړې او د حقوقو، قانون او فقهې په اړه په دري او عربي ژبه ځيني اثار ليکلي او خپاره شوي دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې