جلال اباد (پژواک، ۲ سلواغه ۹۴): په نورستان ولایت کې سیند ته د سپرلیو موټر د غورځېدو له امله د پنځو زده کوونکو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.
د نورستان د والي ویاند موسی شامي پژواک ته وویل چې دا پيښه نن د ولایت دمرکز پارون اړونده سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې نن په دې ولایت کې د کانکور ازموینه اخیستل کېده او له ولسوالیو څخه هم ددولسم ټولګي فارغ شوي زده کوونکي راغلي وو.
دی وایي، کله چې د نورګرام ولسوالۍ زده کوونکي بیرته تلل، نو په لاره یې د سپرلیو موټر د سیند دپاسه د لرګیو له یوه پول څخه لاندې سیند ته پریوتی چې له امله یې چلوونکی او پنځه زده کوونکي مړه او ۳ نور زده کوونکي ژوبل شوي دي.
د شامي په وینا، یاد زده کوونکي د نور ګرام ولسوالۍ د ننګراج د لېسې زده کوونکي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










