منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

احدي: د کرزي حکومت سره له ټولو نيمګړتياوو تر اوسني غوره و

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۳ کتنې

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٤): د "جبهه ملی نوين افغانستان" مشر د ملي يووالي حکومت کړنې ناکامې بولي او وايي چې امنيت، اقتصاد او حکومتولي په تر ټولو بد وضعيت کې ده او د دې ټولو ننګونو يوازېنۍ حل لاره د اوسني حکومت ترميم نه، بلکې د حکومت بدلون دى.

د دې جبهې مشر انوارالحق احدي چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې د ولسمشر غني له ملاتړو و، د اوسني حکومت پر کړنو سخته نيوکه وکړه او له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل چې د ملي يووالي حکومت کړنې تر دې دمه د اقتصادي وضعيت او حکومتولۍ  د خرابېدو، نا امنيو پراختيا، د خلکو او حکومت تر منځ د واټن ډېرېدو له امله په بشپړه توګه ناکامې وې.

هغه زياته کړه چې د هېواد وضعيت تر دې کچې خراب شوى چې د دې ننګونې يوازېنۍ حل لاره د حکومت ترميم نه، بلکې د حکومت بدلون دى.

احدي زياته کړه: ((موږ غوښتل چې د ملي يووالي له اوسني حکومت سره شو، که چېرې موږ په کې واى نو د اوسني وضعيت په ځانګړي ډول اقتصادي وضعيت په اړه مو مرسته کولى شوه، خو په هر دليل چې وه ولسمشر غني تصميم ونيو چې پخواني وزيرانو دې په اوسنۍ کابينه کې نه وي، خو په خپله دې خبره کې هم رښتينى پاتې نه شو، ځيني پخواني وزيران يې په کابينه کې شامل کړل، دا يوازې د هغو کسانو د لرې کولو لپاره  يوه بهانه وه چې په کمپاين کې يې ورسره همکاري کړې وه.))

د "د افغانستان نوې ملي جبهې" مشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې که اوس ورنه غوښتنه وشي چې په حکومت کې دې ونډه واخلي، نو وبه يې مني که نه؟ وويل چې شپږ- اووه مياشتې کېږي چې تصميم يې نيولى چې په حکومت کې ونډه نه اخلي، په همدې سبب د افغانستان د نوې ملي جبهې تر نوم لاندې يو جريان جوړ کړى او د حکومت د بدلون غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه چې د حکومت بديل شته او که چېرې ټاکنې ترسره شي، داسې شخصيتونه شته چې صحنې ته راشي او د دې توان به ولري چې حکومت له اوس نه په ښه ډول مخې ته يوسي.

احدي د حکومت د دې څرګندونو په اړه چې د اوسني نظام بديل داعش او طالبان بولي، وويل: ((دا په بشپړه توګه يوه ناسمه ادعا ده، د حکومت مشران يواځې د خلکو د وېرولو لپاره دا ډول څرګندونې کوي او دا د فوق العاده ناکامو حکومتونو تکتيک دى، د اوسني حکومت بديل يو په کار پوه حکومت دى چې مشروعيت ولري او د هېواد ستونزې حل کړي.))

د کرزي حکومت د غني تر حکومته غوره و

احدي چې په مخکني حکومت کې د سوداګرۍ وزير و، وويل چې د حامد کزري په حکومت کې اداري فساد او بې کفايتۍ موجودې وې، خو په ټوله کې د هېواد وضعيت له نن نه غوره و. اقتصاد د ودې په حال کې و، وزګارتيا کمه وه او حکومتولۍ هم ښه وضعيت درلود.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر د دغو څرګندونو تر څنګ چې پخوانى حکومت له خپلو ټولو ستونزو سره تر اوسني حکومت نه غوره و، وويل: ((هر نوي حکومت ته له پخواني حکومت نه منفي او مثبت ميراث پاتې کېږي، خو د حکومت دنده دا ده چې هغه غوره کړي. د اوسني حکومت له مشرانو زموږ تمه دا وه چې لږ تر لږه دومره مديريت ولري چې د هېواد وضعيت خراب نه شي، خو وضعيت ښه نه شو، بلکې نور هم خراب شوى او کمزورى مديريت د اوسنيو ستونزو لامل دى.))

د نظام د بدلون لپاره د اساسي قانون لويې جرګې راغوښتل

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د حکومت مشروعيت کمېږي او که چېرې د روان کال تر وږي مياشتې پورې لويه جرګه جوړه نه شي، حکومت د سياسي هوکړه ليک له مخې خپل مشروعيت له لاسه ورکوي چې په داسې حالت کې د حکومت د مشروعيت بحران ټول دولت ته سرايت کوي.

د ټاکنو ژر ترسره کول

احدي وويل چې د افغانستان د نوې ملي جبهې يوه غوښتنه دا ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې دې ژر تر ژره ترسره شي چې سخته اړتيا ورته ليدل کېږي.

هغه زياته کړه، حکومت ويلي چې د راتلونکي کال د اوړي او مني په منځ کې به د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي او د ټاکنو کمېسيون هم اعلان وکړ چې د راتلونکي کال د تلې په ٢٤مه نېټه به ټاکنې ترسره شي، که چېرې ټاکنې د ولايتونو او ولسواليو په کچه ترسره شي، نو په ټول هېواد کې هم کېدلى شي، په دې برخه کې يوه سياسي تصميم ته اړتيا ده.

ټاکنيز اصلاحات

احمدي وويل چې ټاکنيز اصلاحات يوازې د پرسونل بدلون نه دى چې کمېشنران دې بدل شي، ممکن اړتيا وي چې ځيني کمېشنران بدل شي، خو هغه څه چې مهم دي، د رايه ورکونې او رايه شمېرنې پر مهال د تقلب د مخنيوي لپاره اقدامات دي.

هغه زياته کړه: ((که چېرې حکومت په رښتيا سره هم تصميم ولري چې روڼتيا رامنځته کړي، فکر کوم چې دا کار په دوو يا دريو اوونيو کېدلى شي، له بده مرغه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون پر نورو موضوعاتو تمرکز کړى چې بايد په ټاکنو کې ګوندونه رول ولري. موږ د دې پخلى کوو، خو د ټاکنو ستونزه درغلي او د روڼتيا نشتوالى دى چې بايد په دې برخه کې يې خپل اقدامات کړي وى.))

اقتصادي وضعيت

د افغانستان د نوې ملي جبهې د مشر په خبره، د هېواد اوسنى اقتصادي وضعيت ماتېدونکى او مخ پر خرابېدو روان دى، د لومړي ځل لپاره په تېرو ١٤ کلونو کې د هېواد اقتصاد منفي وده کړې، د وزګارتيا کچه لوړه شوې، افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړی، مغزونه هېواد پرېږدي او د دې ټولو ناخوالو عمده ستونزه د حکومت کمزورى مديريت دى.

هغه د (ټاپي) او (ګاسازر) اقتصادي پروژو پر عملي کېدو خوښي څرګنده کړه، خو ويې ويل چې دا هيلې دروغجنې دي چې خلکو ته ورکول کېږي؛ ځکه چې کاسا زر پروژه لس کاله کېږي چې د پراختيا په حال کې ده، نوې پروسه نه ده او د هېواد اقتصادي ستونزې نه شي حل کولى، ټاپي هم همداسې يوه پروژه ده.

احدي زياته کړه چې دا پروژې د افغانستان پر اقتصادي تکيه نه شي بدلېدلى او يوازېنى لامل چې د هېواد اقتصادي وده په کې نغښتې، دا دى چې په داسې پروژو کې پانګونه وشي چې توليد ولري او قبلوي چې حکومت په خپل اقتصادي سياست له سره کتنه وکړي.

د يادونې ده، د احدي تر مشرۍ لاندې د افغانستان نوې ملي جبهه اوس اوس خپل شتون اعلان کړى او په دې سياسي خوځښت کې د ملي شورا د غړو په ګډون ځيني ګوندونه هم غړيتوب لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست